د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې جګړې؛ د کډوالو نوې څپه او د بشري ناورین اندېښنې


د کندهار له څلورو ولسوالیو څخه ۷ زره کورنۍ د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.
د کندهار له څلورو ولسوالیو څخه ۷ زره کورنۍ د جګړو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې د بشري حقونو خپلواک کميسیون وايې که امنیتي وضعیت سم نشي نو د بشري ناورین د رامنځ ته کیدو اندېښنه شته.

د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، میوند او ژړۍ کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې جګړې زیاتي شوي چې دا مهال تر ډيره د یادو ولسوالیو مرکزونه د حکومتي قواو په لاس کې دي.

په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کميسیون د ملکي تلفاتو دڅارنې د برخي مسئول نعمت الله حسني امریکا غږ ته وويل چې د جګړو له سیمو څخه بېځایه شوي کډوال په ډيرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د سرپنا په ګډون موسمي ناروغۍ او د اړتیا ابتدايي توکو ته نه لاس رسی د یادو کډوالو اساسي ستونزي دي.

ده وويل: "د فعلي حالت څخه زموږ کمیسیون سخته اندېښنه لري پداسي حال کې چې د ځايي خلګو د حاصلاتو د اخیستلو وخت وو جګړو اړ کړل چې په تش لاس زر ګونه کورنۍ خپلي سیمي پرېږدي او کندهار ښار ته را کډوال شي دلته يې هم د سرپنا ستونزه ده او کاري فرصتونه هم نشته که حالت کنټرول نشي نو د ژمي پدې سړه هوا کې به یو بشري ناورین رامنځ ته شي".

په جنوب کې د هلمند له جګړو څخه لا له وړاندې سلګونه کورنۍ کندهار ښار ته را کډه شوي خو د دې ولایت خپل کډوال بیا یوه نوې ستونزه بلل کیږي.

په کندهار کې د کډوالو چارو ریاست مسئولین وايې چې په تیره یوه اونۍ کې تر ۷ زره زیاتي کورنۍ د کندهار له بیلا بیلو برخو څخه د جګړو له کبله بېځایه شوې دي.

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وويل: "تر ۷ زره په زیاتو بېځایه شویو کورنیو کې دوه نیم زره د میوند، شپږ سوه د ژړۍ، پنځه سوه پنجوايي، پنځه سوه ارغنداب او پاته يې له شاه ولیکوټ، ارغستان او نورو سیمو څخه راغلي زموږ سروې ګاني دوام لري چي تر اوسه محدود شمېر کورنیو ته اوله بشري مرستې رسول شوي".

بلې خواته لاهم د کندهار ښار په شمال او لویدیځو برخو ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې درنې جګړې دوام لري.

د پنجوايي ولسوالۍ ځايي اوسیدونکې وايې چې په یاده ولسوالۍ کې جګړه د ولسوالۍ تر مرکزه رسیدلې او د ولسوالۍ تر ۳۰ کيلو میتره زیاته برخه د ملي اردو او پوليسو سرتیرو خوشې کړې او د ولسوالۍ په مرکزي برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونه له لاسه د وتلو سیمو د بیرته تصفيې عملیات مخ ته وړي خو پدې باب يې نور جزیات ور نه کړل.

وسله‌والو طالبانو د کندهار د تازه جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG