د لاس رسي وړ اتصالات

'طالبانو د کندهار ـ ارزګان لویه لار تړلې'


د کندهار ـ ارزګان ترمنځ لار
د کندهار ـ ارزګان ترمنځ لار

د وسله والو طالبانو تر خبرداري وروسته د کندهار – ارزګان لویه لار نن سهار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

یاده لار د ارزګان ولایت په ګډون د مرکزي افغانستان د ګڼو ولسوالیو لپاره یوازنۍ مواصلاتي لار ده چې هره ورځ تر څلور سوه زیات بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرونه پرې تګ راتګ کوي.

د ارزګان د ترانسپورتي اتحاديې مسئولین وايې چې وسله والو طالبانو د یوه لیک په وسیله دوی ته خبرداری ورکړی چې د کندهار – ارزګان ترمنځ پر پخواني ډامبر سړک دي تګ راتګ نکوي.

د نوموړي اتحاديې غړی حاجي عبدالله وايي چې وسله والو دغه راز ورته ويلي چي د دوی له خبرداري څخه د سرغړونې په صورت کې د ماین چاودنو او جګړې پر مهال ملکي خلکو ته د تلفاتو اوښتو مسئولین به هم بیا د ترانسپورتي شرکتونو په غاړه وي.

حاجي عبدالله وويل: "وسله والو طالبانو تیره شپه ترانسپورتي شرکتونو ته خبر ور کړی چې پر زړه لار به تګ راتګ نکوی موږ هم موټران درولي او هیڅ تګ راتګ مو ندی کړی موږ غوښتنه لرو چې د عامو خلکو د تګ راتګ مخه باید ونه نیول شي."

په ورته وخت کې له کندهار څخه هم د ارزګان پر لوري تلونکې لارې او مسافر وړونکې موټر له نیمايي لاري څخه بیرته کندهار ښار ته را ګرځيدلي.

په کندهار کې د ټرانسپورتي اتحادیو یو مسئول جمعه خان هم امریکا غږ اشنا ته وويل چې ګڼ مسافر د ارزګان د موټرو په تم ځای کې د لارې خلاصون ته انتظار دي.

جمعه خان زیاته کړه: "د نن سهار راهیسې لار په بشپړه توګه بنده ده، له کندهار ښار څخه موټرانو سهار د ارزګان پر لوري حرکت کړی وو چې تر سل کیلو متره تګ وروسته له دره يې نور سیمي څخه بیرته را ګرځيدلي په اډه کې يې موټران بیرته خالي کړه او اوس لار په بشپړه توګه بنده ده."

د ارزګان امنیتي چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کندهار – ارزګان لویه لار ۱۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري چي د کندهار د شاه ولیکوټ او د ارزګان د مرکز ترینکوټ ترمنځ ۴۰ کیلو متره برخه يې ډيره نا امنه ده.

د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د دوی په اړوند سیمه کې یاد لار کومه ستونزه نلري خو د ارزګان له امنیتي ادارو سره به په ګډه د لارې د بشپړه امنیت لپاره خپلي هڅي زیاتي کړي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارکزي امریکا غږ اشنا ته وويل:"د کندهار په اړوند سیمو کې د کندهار – ارزګان لار باندي امنیت موجود دی خو د ارزګان په اړوند ځينو برخو کې وسله وال پر حکومتي وسایطو باندي بریدونه کوي چې په ګډه به يې د مخ نیوي لپاره عملي ګامونه پورته شي."

د ولسي خلکو پر مخ د لویو لارو د بندیدو ستونزه په دې وروستیو کې په جنوبي ولایتونو کې زیاته شوې.

له کندهار ښار سره د کندهار – ارغستان ولسوالۍ لار له تیري یوې میاشتي راهیسې د وسله والو طالبانو د ګواښونو له کبله د عامو خلکو پر مخ تړل شوې او دغه راز د کندهار – هلمند او کندهار – زابل پر لویه لار باندي هم د وسله والو طالبانو حضور ډير شوی او له مسافرو څخه تلاشي اخلي.

په جنوب کې د بشري حقونو کميسیون د ولسي خلکو پر مخ د تګ راتګ د لارو بندیدل د اندېښنې وړ مسئله ګڼي او پدې برخه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چي عام خلک د جګړې قرباني نکړي.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار – ارزګان د لارې بندېدو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG