د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند جګړه؛ لا هم لښکرګاه ته د تګ راتګ لارې بندې دي


د هلمند مرکز لښکر ګاه
د هلمند مرکز لښکر ګاه

د هلمند امنیتي مقامات وايي چې د لښکرګاه پر ۶۰۱ شهرا باندي نن سهار وختي هوايي بریدونو کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال خلیل جواد نن جمعه اکتوبر۱۶(تلې۲۵) امریکا غږ ته وويل چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لاري پر سر وسله والو غوښتل چې یو لوی پل لمنځه یو سي چي جنګي الوتکو پرې بمبار کړی او ۱۰ تنه وسله وال پکښې وژل شوي.

جواد وويل چې د یادي لارې د خلاصون لپاره به تر راتلونکو ۲ ورځو پوري پراخ پوځي عملیات پيل شي.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار وختي ۳ بجې په یو هوایي برید کې ۱۰ تنه طالب جنګیالي چې د شهرا ۶۰۱ پر مربوطاتو یې سړک بند کړی وو هوایي برید کې ووژل شوه، سبا او بل سبا به پر یاده شهرا باندې عملیات هم شروع شي چې یادې سیمې به تصفیه شي او ټول ولسونه به خپلو کورونو ته ولاړ شي."

دا مهال لښکرګاه ښار ته غځېدلي مواصلاتي او د تګ راتګ ټولې لارې د نا امنیو له کبله د خلګو پر مخ تړل شوي چې په لښکرګاه کې يې د خوراکي توکو د بيې د لوړیدو تر څنګ، زر ګونه کورنۍ بندي پاته دي.

که څه هم د لښکرګاه ښار ته په نژدې سیمو کې جګړه کراره شوې خو د ښار په جنوب کې د ناوې ولسوالۍ پر مرکز ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو لوی بریدونه يې پر شا تمبولي.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې د ناوې ولسوالۍ د سقوط ګواښ لمنځه تللی خو جګړه لاهم دوام لري.

ناوه ولسوالي د لښکرګاه ښار لپاره ځانګړی امنیتي ارزښت لري او پدې ولسوالۍ کې نا امنۍ کولای شي چې لښکرګاه ښار ته ټولي الوتنې هم قطع کړي.

یاده ولسوالي د لښکرګاه په جنوب ۳۰ کيلو میترۍ کې موقعیت لري.

بلخوا په هلمند کې د رواني جګړې سره پر یوه وخت د کندهار – هرات لویه لار لاهم له تیرو ۳ ورځو راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

د یادي لارې له ۴۰ کیلو متره څخه زیاته برخه چې د کندهار د میوند ولسوالۍ له انتنانو سیمي څخه بیا د نهرسراج ولسوالۍ تر اړوند سیمو پوري موقعیت لري، د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

د طالب قومندانان «وژل»

د کندهار امنیتي مقامات وايي چې له هلمند سره په سرحد کې د میوند ولسوالۍ په بیلا بیلو برخو کې تېره شپه د ځانګړو افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار پوليس مقامات وايي چې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې د هغوی پنځه مشهور جنګي قومندانان هم شامل دي.

یاد پوځي عملیات د صفر درې قطعې کړي چې په جنوب کې د ملاصاحب د سرای په عسکرو مشهور دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارګزي نن جمعه اکتوبر ۱۶(تلې۲۵) امریکا غږ ته وويل چې په یادو پوځي عملیاتو کې ځانګړو افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو د ماینونو هغه زیرمه هم لمنځه وړې چې پر لویو لارو به يې ښخول.

ده وويل: "په ګڼ شمېر کې وسله وال له هلمند څخه میوند ولسوالۍ ته را اوښتي چې په ګلانکېجې، کشک نخود بازار، ملنګ کارېز. خاک چوپان او له میوند ولسوالۍ څخه بیا تر لښکرګاه دوراهي پوري د وسله والو د ځپلو پدغو عملیاتو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور يې ټپیان دي د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو تر وخت پوري به لاهم چاڼيز عملیات دوام ولري."

خپله وسله والو طالبانو د هلمند او کندهار د جګړو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG