د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونه د ارزګان له چورې ولسوالۍ څخه هم ووتل


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ارزګان ولایتي مقامات وايي چې د چورې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه د یوه نظامي پلان له مخې ولایتي مرکز ترینکوټ کې ځای پر ځای شوي دي.

چوره ترينکوټ ښار ته نږدې ولسوالي ده چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په کې جګړه وه.

له دې سره د ارزګان ولايت له ټولو شپږو ولسوالیو څخه افغان ځواکونه را وتلي دي.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن سه شنبه جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) د چورې ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو د وتلو په اړه امریکا غږ ته وویل: " له چورې ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه د يو پلان له مخي مرکز ترينکوټ ته را انتقال کړل شوه."

په ورته وخت کې په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو وياند جګړن محمد صادق عیسی امریکا غږ ته وویل چې ملکي او نظامي تلفاتو د مخنیوي په موخه د ارزګان د ولایتي نظامي شورا د پریکړې له مخې ټول نظامي قواوي له ولسوالۍ څخه په شا شوې.

ده وويل:"د ارزګان ولایت د نظامي شورا کمیسون د ګډې فیصلې په بنسټ د دې په خاطر چې د ارزګان ولایت چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو یوه کمپ چې د خلکو د امنيتي وضعیت په ټینګښت کې يې مثبت رول نه لاره او د دې ولایت ګډ نظامي شورا کمیسیون د ملکي او نظامي تلفاتو د مخنیوي او د ولس د سرخوږي د لمنځه وړلو په موخه یاد کمپ په مکمل ډول تخلیه او د دغه کمپ پرسونل او تجهیزات د ترینکوټ د امنیت د لا ټینګښت په موخه چې ښه موثریت به ولري تعبیه شو."

بلي خواته د اروزګان والي محمد عمر شيرزاد د دې ولايت د ټولو ولسواليو د سقوط په اړه وايي چې په دې ولایت کې د روانې جګړې مهال او بیرته له وسله والو طالبانو څخه له لاسه د وتلو سیمو بیرته نیول حکومت ته اسان دي.

نوموړي د ولسي خلګو يوې غونډي ته وينا کي وويل چې"د اوسنۍ جګړې مهار او بیرته له طالبانو څخه د یادو څو غیر ستراتیژیکو سیمو نیول هم حکومت ته اسنان دي، خو د ملکي خلکو ید تلفاتو د مخنیوي په خاطر حکومت په پام او تدبیر مخته ځي."

وسله والو طالبانو د اروزګان تر څنګ د زابل ولايت د شاجوۍ او شملزو په ولسوالیو کې هم د ځینو سیمو د نیولو کېدو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG