د لاس رسي وړ اتصالات

د اروزګان والي: افغان ځواکونه له 'خاص اروزګان' ولسوالۍ څخه وتلي دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي، نن سهار وختي یې د دغه ولایت له خاص ارزګان ولسوالۍ څخه تکتیکي شا تګ کړی دی.

د اروزګان والي محمد عمرشيزاد نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) امریکا غږ ته وویل: "د خاص اروزګان ولسوالۍ څخه افغان ځواکونه هلته په فعلي وضعیت کې د موثریت نه لرلو له امله را وتلي دي."

خاص اروزګان ولسوالي د ولايتي مرکز ترينکوټ په ختيځ کې د زابل له دايچوپان او خاک افغان ولسوالیو سره سرحد لري چې د وسله والو طابانو له عمده مرکزونو څخه بلل کیږي.

دغه راز خاص اروزګان ولسوالي د اروزګان ولايت له ۶ ولسواليو څخه پنځمه ولسوالي ده چې په مرکزونو کې يې حکومتي قواوي حضور نلري.

بلي خواته د اروزګان ولايت اوسيدونکي نيوکه کوي چې مرکزي حکومت د دې ولایت امنیت له پامه غورځولی او یو په بل پسې ولسوالۍ سقوط کوي.

سره له دې چي د ياد ولايت د امنيت په اړه له ځايي اوسيدونکو سره اندېښنې مخ پر زياتيدو دي خو ولايتي مقامات وايي چې د ولایت د مرکز ترینکوټ د امنیت لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

وسله والو طالبانو تر څو ورځو جګړو وروسته د خاص اروزګان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG