د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د سقوط په اړ ضد او نقیض راپورونه


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

امنیتي مقامات وايي چې د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ له مرکز څخه شاتګ شوی او تیره شپه یاده ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.

د اروزګان د والي مطبوعاتي دفتر په چنارتو ولسوالۍ کې د شدیدو جګړو تائید کوي خو د ولسوالۍ د مرکز د سقوط په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه کوي.

خو د اروزګان یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط نن جمعه جون ۱۱( غبرګولې ۲۱) امریکا غږ ته وويل چې تېره شپه د ولسوالۍ له مرکزي برخو څخه د ولسوالۍ ټولو مسئولینو تکتیکي شا تګ کړی او په ګاونډ کې د چورې ولسوالۍ ته په خوندي ډول رسیدلي.

سرچيني زیاته کړه:" پر چنارتو ولسوالۍ تر شدیدو جګړو وروسته تیره شپه د ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي شا تګ شوی د ولسوالۍ ټول مسئولین او پرسونل د چورې ولسوالۍ ته په خوندي ډول رسیدلي امنیتي پلان تر لاس لاندي دی چې له لاسه وتلي سیمي بیرته تر امنیتي پوښښ لاندي را وستل شي."

دا په یوه اونۍ کې د ننه د ارزګان دوهمه ولسوالي ده چې د ولسوالۍ له مرکز څخه يې مسئولین د تکتیکي شا تګ خبره کوي.

د ترینکوټ په ختیځ کې د ګیزاب ولسوالۍ له مرکز څخه هم ولایتي مقاماتو د تکتیکي شاتګ خبره کړې وو.

د ارزګان ولایت ټولې شپږ ولسوالۍ لري چې تر چنارتو او ګیزاب ولسوالیو درې میاشتي مخکې دهراود او شهیدحساس ولسوالۍ هم له دولتي حاکمیت څخه وتلي.

د نوموړي ولایت خاص اروزګان او چوره دوې نوري ولسوالۍ دي چې حکومتي قواووي پکښي حضور لري.

د ارزګان اوسیدونکي نیوکه کوي چې د ولایت امنیت يې ورځ تر بلې د اندېښنې وړ ګرځي او د جګړو د شدت له کبله سلګونه کورنۍ کډوالې شوي.

ارزګان ته د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سفر

د افغانستان د کورنیو چازو ورازت سرپرست حیات الله حیات وايي، ارزګان ته ځانګړې پاملرنه کیږي او په وینا یې «دښمن» به په دغه ولایت کې خپلو اهدافو ته ونه رسیږي.

نوموړي پرون پنجشنبه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته د سفر په ترڅ کې له ځايي مقاماتو سره د یاد ولایت د امنیت د ټينګښت په اړه ناسته کړې.

د اروزګان ولایت د امنیتي حالت په اړه د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا ولایت د مرکزي حکومت تر پاملرنې لاندې دی او دښمن به يې هيڅکه هم خپلو موخو رسیدلو ته پرې نږدي.

حیات الله حیات پر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې وسله والو طالبانو د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د نیول کیدو ادعا دوې ورځي وړاندي کړې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG