د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن اسټرالیايي سرتېری لاهم په زندان کې دی

د اسټرالیا یو سرتېری بېن رابرټس سمېت چې د خپلو پوځي خدمتونو په ویاړ یي ګڼ مډالونه ګټلي، په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ترسره کولو په تور تر نیول کېدو وروسته لاهم په زندان کې دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو د سه شنبې په ورځ (اپرېل اوومه) سمېت په افغانستان کې د پوځي ماموریت په وخت کې په جنګي جنایتونه تورن کړ او هغه یې د سیډني په هوايي ډګر کې ونیو.

د چهارشنبې په ورځ [اپرېل ۸مه] کله چې د اسټرالیا د سيډني ښار په یوې محکمې د بن رابرټس سمېت په وړاندې د وژنو او جنګي جنایتونو تورونه مطرح شول نو ده د وثیقې غوښتنه ونکړه.

پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې سمېت د جنګي جرمونو څخه زېږنده په پنځو قتلونو تورن دی خو کوم تورونه چې د چهارشنبې ورځې په محاکمې کې بیان شول، د جنګي جنایتونو څخه زېږنده دوه قتلونه وو. په پاتې درېو نورو فقرو کې سمېت د جنګي جرمونو څخه په زېږنده قتلونو کې د همکارۍ په کولو تورن شوی دی. ټول تورونه کولی شي چې سمېت په عمري بند سزا محکوم کړي.

د اسټرالیا فدرالي پولیس وايي چې بن رابرټس سمېت د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د پنځو ملکي کسانو د وژنې له کبله په پنځو جنګي تورونو تورن شوی دی.

سمېت پخوا دا ډول تورونه رد کړي او د هغه وکیلانو ویلي وو چې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ځینو سرتېرو د کرکې له امله د هغه پر وړاندې دسیسه جوړه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د رابرټس نیول "د نړیوال عدالت په لور یو مهم ګام" بللی. دغه سازمان په افغانستان کې بن رابرټس سمېت اعمالو ته په اشارې سره ویلي چې " دا ډول کړنې د جینوا کنوانسیونونو، د نړیوالې جنایي محکمې منشور او د دودیزو نړیوالو حقوقو له مخې د ساتل شویو کسانو د وژلو د ممانعت څخه سرغړونه ګڼل کیږي".

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر مهال نږدې ۳۹۰۰۰ اسټرالیايي سرتیرو په بېلابېلو وختونو کې د پوځي خدمت دوره تېره کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG