د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان بولاني د نړۍ په غوره پنځوسو ډوډیو کې


افغان بولاني

د امریکا د سي ان ان خبري شبکې پدې وروستیو کې د نړۍ د تر ټولو ښو خواړو په اړه یو رپوټ خپور کړی دی چې د افغانستان بولاني هم د ٥٠ هیوادونو په غوره ډوډیو کې راغلې ده.

د افغانانو ترمنځ بولاني یو ډول ډوډۍ نه بلکه خواړه (طعام) گڼل کیږي.

ددغې خبري شبکې خبریال د بولاني د پخولو د طریقې په اړه معلومات نه ورکوي، خو د بولاني صفت کوي چې ډیره مزه داره ده.

افغاني بولاني په تبۍ او داش په غوړو کې سره او پخیږي چې په عمومي توگه له وړو، کچالو او گندنې نه جوړیږي، خو کله هم په کې نور سزیجات او غوښه هم اچول کیږي.

سي ان ان د الفبا په ترتیب سره د پنځو هېوادونو د ډوډیو نومونه خپاره کړي دي. د الفبا په حساب افغانستان اول راغلی دی او بیا د ارمنستان ډوډۍ (لاواش) راغلی. لاواش افغاني "پرکي" ډوډۍ ته ورته دی.

د ډوډۍ تاریخ پوه ویلیم روبیل٬ وایي چې د ډوډۍ مشخص تعریف نشته او ډوډۍ باید هم تعریف ونلري.

هغه وایي ستاسې په کلتور او فرهنگ کې چې ډوډۍ څنگه تعریفیږي، هماغه د ډوډۍ تعریف دی.

روبیل پدې باور دی چې حتی هغوی چې په څمڅو کې اوسیدل دمخه تر دې چې کرهنیزې ټولنې جوړې شي، هغوی د طبیعي وحشي غلو نه په استفادې ډوډۍ پخولې.

XS
SM
MD
LG