د لاس رسي وړ اتصالات

د سهارنۍ نه خوړل د شکرې ناروغۍ خطر زیاتوي


سهارنۍ د ورځې د درې وخته خواړو تر ټولو مهمه غذا ګڼل کیږي او اوس یو ځل بیا یوې نوې څیړنې ښودلی چې د سهارنۍ نه خوړل حتی کله ناکله که هم ويد شکرې په ناروغۍ د اخته کیدو خطر پیدا کوي.

جرمني پوهانو د ۹۶ زره کسانو د روغتیایي معلوماتو له ارزولو وروسته چې په شپږو څیړنو کې یې ګډون کړی و، دا نتیجه ترلاسه کړې چې که یو شخص حتی کومه ورځ یو وار هم سهارنۍ ونخوري د شکرې په دویم ډول ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر په سلو کې شپږ فیصده لوړیږي.

ددغې څیړنې موندنې چې د تغذیې په ژورنال کې خپرې شوي دي ښيي هغه کسان چې په اونۍ کې څلور یا پنځه ځلې د سهارنۍ خوړل له یاده باسي په سلو ۵۵ زیات د شکرې په ناروغۍ د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

د شکرې دوهم ډول ناروغي د ۴۵ کالو پورته عمر لرونکو ترمنځ لیدل کیږي او د رامنځ ته کیدو عوامل یې وراثت، چاغي او لږ بدني او فزیکي فعالیت ګڼل کیږي.

پوهان وایي د سهارنۍ نه خوړل ددې سبب کیږي چې یو شخص د انسولین په مقابل کې مقاومت پیدا کړي. انسولین هغه هورمون دی چې د انسان بدن ته ددې توان ورکوي چې شکره د انرژۍ د تولید لپاره مصرف کړي.

د انسولین په وړاندې مقاومت ددې سبب کیږي چې په وینه کې د شکرې د سطحې د برابرولو لپاره زیات انسولین تولید شي. دغه حالت د پوهانو په وینا د شکرې په دوهم ډول باندې د اخته کیدو خطر ایجادوي.

یواځې سهارنۍ د اهمیت وړ نده بلکه د پوهانو په وینا د سهارنۍ کیفیت هم ډیر مهم دی او باید د غوړې سهارنۍ ترڅنګ چې په اکثرو سنتي ټولنو کې رواج لري یو څه پروتین او فایبر هم وخوړل شي.

XS
SM
MD
LG