د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله، د غني د سولې طرحه "غیر واقعي" وگڼله


اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

د ملي وحدت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د سولې په هکله د جمهور رئیس اشرف غنی، اوه ماده ییزه طرحه رد کړې او ددې طرحې مواد یې له "واقیعت لرې" گڼلي دي.

ښاغلي غني تیره میاشت د طالبانو سره د سولې لپاره خپله طرحه اعلان کړه. د طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو له پیل دمخه د یو میاشتني اوربند کیدل ددې طرحې د اصلي ټکو څخه دي.

خو ښاغلي عبدالله د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ٥) د فرانسې د خبري اژانس سره په خبرو کې ددې طرحې اهمیت او جدي والی تر پوښتنې لاندې ونیو.

ښاغلي عبدالله وویل: "صادقانه ووایم، هیچا دغه طرحه د یو پروگرام په توگه جدي نده نیولې...دغه (طرحه) له بل هر څه ډیر د هیلو یو لست دی. هیڅوک دغه طرحه جدي نه نیسي-نه د افغانستان خلک او نه بل څوک."

له دې دمخه د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند د اشرف غني د سولې پر طرحې باندې د ښاغلی عبدالله انتقاد "کمزوری سیاسي قضاوت" وباله.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په پخپل ټویټر لیکلي: "جمهور رئیس غني د سولې خپله طرحه د نورو سره په څرگنده بیانوي او نتیجو ته د رسیدو لپاره. عملي گامونه پورته کوي. له هیلو سره د یو نظر/پروگرام پرتله کول کمزوری سیاسي قضاوت دی چې ورسره مخالف یم".

ښاغلي صدیقي وویل: "اوس د سیاسي پوهې وخت دی."

یو څه چې بریښي دادي چې ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله په دې موافق دي چې د طالبانو سره د سولې خبرې د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکیت وشي.

ښاغلي عبدالله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پرته له دې چې څوک په ټاکنو کې بریالی کیږي، لازم دي چې د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې مرکزي رول ولري.

XS
SM
MD
LG