د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل بازانو لوبډله د شپږیزې لیګ پایلوبې ته ووتله


کابل بازانو لوبډلې پخپلې نننۍ بریا سره د شپږیزي روان لیګ سیالیو پایلوبې ته ووتله.
کابل بازانو لوبډلې پخپلې نننۍ بریا سره د شپږیزي روان لیګ سیالیو پایلوبې ته ووتله.

د شپږیزې کرکټ لیګ اوم پړاو سیالیو په ۱۶مه (لومړي کوالیفایر) لوبه کې کابل بازانو لوبډلې مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کابل بازانو لوبډلې پخپلې نننۍ بریا سره د شپږیزي روان لیګ سیالیو پایلوبې ته ووتله.

د دوشنبې په ورځ سپتمبر۱۴(وږې۲۴) د لوبې پچه کابل بازانو وګټله او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

مس عینک اتلانو د ټولو ۲۰ اورونو په لوبولو سره د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې وکړې.

د مس عینک اتلانو لوبغاړي حشمت الله شهیدي د لوبې تر پایه په ۹۷ منډو ناسوځېدلې پاتې شو.

همدارنګه غمي ځدراڼ ۴۶ او محمد شهزاد هم ۴۰ منډې وکړې او سیال لوري ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

وروسته کابل بازانو د نور علي ځدراڼ او لوبډلمشر رحمن الله ګربز لخوا لومړی توپوهنه پيل کړه. رحمن الله د ۲۰ چټکو منډو له ترلاسه کولو وروسته ویکټ له لاسه ورکړه، خو نور علي ۸۵ منډې وکړې.

د یادې لوبډلې نورو لوبغاړو عظمت الله عمرزي ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، ننګیالي خروټي ۱۳ او صدیق الله اتل ۱۲ منډې وکړې او خپله لوبډله یې په ۱۹،۱ اورونو کې تر بریا ورسوله او د څلورو ویکټو په توپیر یې سیال لوري ته ماتې ورکړه.

د نن ورځې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نور علي ځدراڼ او عظمت الله ته ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG