د لاس رسي وړ اتصالات

شپږیزه: سپین غر زمریانو د امو نهنګانو لوبډله ماته کړه


کریم صادق د غوره توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی شو
کریم صادق د غوره توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی شو

د شپږیزې کرکټ لیګ د اوم پړاو په دویمې لوبې کې امو نهنګانو او سپین غر زمریانو لوبډلې سره سیالي وکړه چې د کریم صادق په ښه توپ اچونې کې د سپین غر زمریان د لوبې اتلان شول.

د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په تولو شل اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په دویم اننګز کې بیا د امو نهنګانو ټوپ وهنه پیل کړه چې عبدالواسع ۳۰ تر ټولو ډېرې منډې ترسره کړې. خو د سیالې لوبډلې لوبډلمشر کریم صادق پینځه ویکټې واخیستې او سیاله لوبډله یې د ماتې سره مخ کړه.

په توب وهنې کې د سپین غر زمریانو په لوبډلې کې زبید اکبري ۵۱، ناصر عمر ۳۸ او حیدالله شفق ۲۲ منډې ترسره کړې. بل لوري ته د امو نهنګانو په لوبډلې کې بیا عبدالواسع دوه، یمین، نصرت الله او حیات الله یوه یوه ویکټه واخیسته.

کریم صادق د غوره توپ اچونې له امله د لوبې غوره لوبغاړی شو.

اوس مهال د کابل په نړیوال لوبغالي کې د بست ساتونکو او کابل بازانو تر منځ لوبه پیل شوې ده.

تېره ورځ د شپږیزې په لومړۍ لوبې کې مس عینک او د بند امیر ښامارانو لوبډلو سره لوبه وکړه چې مس عینک د یوې منډې په توپیر د لوبې بریا خپله کړه.

XS
SM
MD
LG