د لاس رسي وړ اتصالات

کابل بازانو د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي وګټله


د کابل بازانو لوبډله
د کابل بازانو لوبډله

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو په پای لوبه کې د کابل بازانو د مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

د دغه لیګ په پای لوبه کې د مس عینک اتلانو د لوبې پچه وګټله او د کابل بازانو ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کابل بازانو ټول لوبغاړي په ۱۹.۱ اور کې وسوځیدل او او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

مس عینک اتلانو په شلم اور کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۳۰ منډې وکړې او لوبه یې د نهو منډو په توپیر کابل بازانو ته وبایلله.

په دغو سیالیو کې کابل بازانو، مس عینک اتلانو، سپین‌غر پړانګانو، امو نهنګانو، بند امیر ښامارانو او بوست ساتونکو لوبډلو ګډون درلود او په کې د افغانستان د ملي لوبډلو په ګډون د الف او نورو کورنیو لوبډلو لسګونه لوبغاړي ولوبېدل.

د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ د شلو اورونو په جوړښت کې سوداګریزې لوبې دي چې هرکال یوځل کېږي.

د شپږیزې اووم پړاو سیالۍ سږکال د کروناویروس له امله په ځنډ ترسره شوې. دا سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په شپږمه پیل او په ۱۶مه پای ته ورسېدې.

XS
SM
MD
LG