د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په لوري روانه شوه


ټاکل شوې د کرکټ د نړیوال جام لوبې به د روانې میلادي میاشتې "می" په دیرشمه په برتانیا کې پیل شي
ټاکل شوې د کرکټ د نړیوال جام لوبې به د روانې میلادي میاشتې "می" په دیرشمه په برتانیا کې پیل شي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن جمعه (د غويي ۱۳) د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره انګلستان ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ‌ مشر عزیز الله فضلي د لوبډلې د روانېدو په مراسمو کې وویل افغان لوبغاړي پخوا شنه زمریان یا (Blou tigers) نومېدل خو له دې وروسته به افغان اتلان یا (#AfghanAtalan) یادیږي. په دې اړه ټویټر کې یو هشتګ هم جوړ شوی دی.

په دې مراسمو کې د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان نه هم د هغه د پخوانیو زیارونو له کبله مننه وشوه. ښاغلي افغان نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ته د کپټانۍ پګړۍ پر سر کړه.

ګلبدین نایب وویل افغان اتلان, د نړيوال جام سياليو لپاره بشپړ چمتووالی لري. نایب زیاته کړه دی پر ځان ډاډه دی ځکه د ده په وینا مشران لکه اضغر او د نبي په شان لوبغاړي یې ملتیا کوي.

د نایب په وینا په راروان نړېوال کپ کې به افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولري.

د افغانستان ملي لوبډله د نړېوال کپ د سیالیو مخکې سکاټلند سره د روانې میاشتې په نهمه او لسمه دوه پنځوس اوریزې لوبې او له هغه وروسته دوه نورې لوبې د ایرلنډ سره لري.

نړیوال جام ته د افغانستان لوبډله د اپرېل میاشتې په ۲۲ تاریخ اعلان شوه چې ګلبدین نایب یې کیپټانسي کوي.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډلې کې نور لوبغاړي شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ" شامل دي.

درې لوبغاړي اکرام علي خېل، کریم جنت او سعید شېرزاد د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

د نړېوال جام سیالۍ د روانې زېږدیزې میاشتې په پاې کې پیلیږي چې انګلستان او ویلز یې کوربه توب کوي.

د افغانستان لمړی لوبه د جون میاشتې په لمړی ورځ د اسټرالیا لوبډلې سره ده.

XS
SM
MD
LG