د لاس رسي وړ اتصالات

افغان الف لوبډلې له بنګله دېش نه لومړۍ ټسټ لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نن دوشنبه د «چنګاښ پر۱۷مه»له بنګله دېش الف لوبډلې نه د ۷ ویکټو په توپیر ټسټ لوبه وګټله.

افغان لوبډلې ته د لومړي څلور ورځني فرسټ کلاس سیالۍ د ګټلو لپاره د ۱۷۲منډو اړتیا وه چې په ۵۸ اورونو کې د ۱۷۳ منډو په کولو سره پوره کړ.

بنګله دېش الف لوبډلې خپل دواړې پانۍ لوبولې چې یو ځل یې ۲۵۳ او بل ځل یې ۱۷۵ منډې وکړې.

افغان الف لوبډله هم په لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۵۷ منډو په کولو سره تر بنګله دیش ۴ منډې مخکې شوه او دغه لوبه یې نن دوشنبه د ۱۷۲ هدف په پوره کولو سره وګټله.

په دغو سیالیو کې افغان بالر قیس احمد د بنګله دیش الف لوبډلې پر وړاندې د روانې فرسټ کلاس څلور ورځنۍ لوبې په دوو پاڼيو کې لس ويکټې ترلاسه کړې او سیاله لوبډله يي د ډېرو منډ جوړولو ته پرېنښوده.

د افغانستان کرکټ د معلوماتو له‌مخې قیس احمد د افغان کرکټ د الف لوبډلې ځوان «لګ بریګر» بالر دی چې په یاده ټسټ لوبه کې ۴۶ منډې هم تر سره کړې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه د «چنګاښ پر۱۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې نوموړی د یادې ټسټ لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

هغه وویل:"قیس احمد د افغانستان د ۱۹ کلونو لوبډلې غوره لوبغاړی پاتي شوی چې د افغانستان د ۱۹ کلونو په نړیوال جام او نورو لوبو کې هم لوبېدلی، نوموړی په بهرنیو غټو لیګونو کې هم لوبېدلی دی."

د افغانستان د کرکټ بورډ د ویاند په ینا افغان الف لوبډله له بنګله دېش الف لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ او یوه بله څلور ورځنۍ لوبه هم لري.

د افغانستان الف لوبډلې او بنګله دېش الف لوبډلې تر منځ دا سیالۍ د بنګله دېش و خولنا ښار په یو ځايي کرکټ لوبغالي کې پيل شوي وې.

XS
SM
MD
LG