د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو کمیسیون په وخت د پایلو د نه اعلان په وجه بخښنه وغوښتله


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رئیسې په خپل وخت د پایلو د نه اعلان په وجه د افغان ولس نه بخښنه وغوښتله.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رئیسې حوا علم نورستنۍ وویل چې کمیسیون د تخنیکي دلیلونو او د شفافیت د عملي کیدو په خاطر ونشو کړای چې په ټاکلې وخت پایلې اعلان کړي.

حوا علم نورستانۍ وویل د مهالویش سره سم باید نن د شنبې په ورځ د اکتوبر په ١٩ د افغانستان د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شوی وای، خو د ذکر شویو مشکلاتو له امله د پایلو د نه اعلانولو په خاطر د افغان ولس نه بخښنه غواړي.

آغلی نورستانۍ وویل چې کمیسیون د افغانستان په گوټ گوټ کې د امنیتي شرایطو د ارزیابۍ وروسته ٥٣٧٣ مرکزونو ته انتخاباتي مواد ولیږدول، خو زیاتوي چې د وروستیو امنیتي ارزونو وروسته بیا ددغو مرکزونو له جملې ۴٣١ مرکزونه وتړل شول.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرۍ د پایلو د ځنډ په اړه په مرکزي سرور کې د بایومتریک رایو د شاملولو ستونزو سربیره د رایو د شمیرلو په مرکز کې د جمهوري ریاست د ټاکنیزو ټیمونو د استازو ترمنځ لفظې شخړې او جنجالونه هم د پالیو د اعلان د ځنډیدلو علتونو کې ګڼي.

آغلې نورستانۍ هیله څرگنده کړه چې وکړای شي ژر تر ژره د افغانستان خلکو ته د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

له دې دمخه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حق‌ پرست، هم ویلي وو چې د بایو متریک رایو مشخص کول وخت ته اړتیا لري. هغه امریکا غږ ته وویل چې د نوي تصمیم له مخې ټاکل شوې چې په دوه زره بایو متریک دستگاو کې موجودې رای چې دمخه قرنطین شوی وې، مرکزي سرور ته انتقال شي او همداشان تورې او سپینې رای سره جلا شي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش پراساس باید د تلې د میاشتې د شپږمې ورځې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نن د تلې په ۲۷ مه اعلان شوی وی او وروستۍ پایلې د لړم په ۱۶ مه اعلان شي.

د ټاکنو څار ادارې وايي، چې کمیسیون د مهال ویش له مخې نن لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی اود پایلو اعلان له وړاندې ځنډیدلی دی.

د فیفا په نوم د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید امریکا غږ سره په مرکه کې اندیښنه وښودله، چې که رایو د پلټنې کار همداسې دوام مومي نو ممکن د لومړنیو پایلو اعلان به څو ورځې وځنډیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نږدې سرچینې دا ګڼي، چې په دغو ټاکنو کې د هغو رایې ورکوونکو شمیر، چې د بایومټریک له لارې یې خپلې رایې کارولي نږدې دوو میلیونو ته رسیږي، خو دا شمیر هم دقیق نه دی او کیدای شي د پاکواو ناپاکو رایو د پلټنې وروسته په کې بدلون راشي.

د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۸ نوماندان ولاړ وو، چې درې یې د ټاکنو وړاندې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ټاکنیز ټیم په پلوۍ له ټاکنیزو سیالیو لاس په سر شوي وو او د محمد حنیف اتمر ټاکنیز ټیم که څه هم په ټاکنو کې ولاړ پاتې شو خو ټاکنیزې سیالیو کې یې ګډون نه وو کړی.

XS
SM
MD
LG