د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د "راروانې اونۍ په پیل کې اعلان شي"


په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د راروانې اونۍ په پیل کې اعلان شي.

ددغه کمیسیون ویاند، ذبیح الله سادات امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیاشمیرنه او تفتیش پاې ته رسیدلی او مرکز ته د ټاکنو د پایلو د ورقو رسیدو سره سم به لومړڼۍ پایلې اعلان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د تقلب ادعاوې وشوې چې له کبله یې د ټاکنو پایلې تر دې دمه پورې وځنډیدلې.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په ګډون، ځینو نوماندانو د هغو ۳۰۰ زرو رایو د لرې کولو په اړه اعتراض وکړ چې د دوي د ادعا په اساس ښايي بایومتریک شوې نه وي.

خو ښاغلي عبدالله په دې وروستیو کې له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د ټاکنو کمیسیون ته د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیا شمیرلو اجازه ورکړي.

ناظران په دې باور دي چې د ټولو ولایتونو د رایو شمیرلو سربیره، د هغو ۳۰۰ زره رایو پر سر جنجال په خپل ځای پاتې دی.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړي، فضل احمد معنوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ورته یواځې هله د منلو دي چې دغه ۳۰۰ زره جنجالي رایې ترې وایستل شي. که چیرته دغه رایې ایسته نشي، دوي ته دغه پایلې د منلو نه دي.

د لومړنیو پایلې تر اعلان وروسته به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ددې فرصت ولري چې د ټاکنو په اړه هر ډول احتمالي شکایتونه واوري او په اړه یې څیړنې وکړي چې د ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان لپاره لاره هواره شي.

XS
SM
MD
LG