د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو د حقونو مدني فعاله، فرشته کوهستانۍ ووژل شوه 


فرشته کوهستاني
فرشته کوهستاني

افغانه مدني فعاله فرشته کوهستانۍ د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۲۴ (مرغومي ۴)د کاپیسا په ولایت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ووژل شوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، رسنیو ته وویل چې په موټر کې سپرو ناپیژاندو وسله والو د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په لومړۍ حوزه کې پر فرشته کوهستانۍ باندې ډزې وکړې چې پدې پیښه کې میرمن کوهستانۍ وژل شوې او ورور یې ټپي شوی دی.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې ددغې پیښې مسؤلیت ندی منلی، خو لس ورځې مخکې میرمن کوهستانۍ د فیسبوک په یو پیغام کې هغې ته د ګواښونو خبر ورکړی و او ادعا یې کړې وه چې د کورنیو چارو امنیتي مسولینو پدې هکله بې پروایي کړې ده.

دغې مدني فعالې د دسمبر په ۱۳ (لیندۍ ۲۳) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو: "ډیر وخت کیږي چې وخت مې ښه نه تیریږي، ژوند مې تریخ شوی دی او خپلې شیبې په ویره او اندیښنې تیروم...د ګرانو مسؤلینو څخه یو ځل بیا هیله کوم چې زما موضوع جدي وګڼي، که نه نو وینه مې د هغو په غاړه ده چې ښه پوهیږي څومره د ګواښ او امنیتي ستونزو سره مخ یم، خو پاملرنه نه کوي".

پدې څو وروستیو اونیو کې د خبریالانو، مدني فعالینو او د بشري حقونو د مدافعینو وژنې په بیسارې توګه زیاتې شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو (فیفا) د بنسټ اجرایي رئیس محمد یوسف رشیدپه کابل کې د ناپیژاندو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

تر دې دمخه د پلچرخي په زندان کې د موظفو روغتیایي کارکوونکو په موټر کې د ابښول شوي بم په چاودنې کې د څلورو ډاکترانو په ګډون پنځه تنه ووژل شوپ.

ددغو پیښو وروسته په کابل کې د پنجشنبې په ورځ یو شمیر خبریالانو او مدني فعالینو په یوه غونډه کې د وضعیت په هکله د اندیښې په څرګندولو سره د دوی د امنیت د تامینولو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG