د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د امریکا متحده ایالاتو ـ طالبانو د هوکړه لیک او د امریکا او افغان حکومت تر ګډې اعلامیې وروسته بین الافغاني جګړې مشروعیت بایللی دی.

زلمي خلیلزاد د یادو څرګندونو ترڅنګ یو ځل بیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی او له ښکېلو اړخونو څخه یې د ژر تر ژره کمولو او اوربند ټينګولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي تېره شپه ډسمبر ۱۹(لېندۍ ۲۹) په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي: "د متحدو ایالتونو – طالبانو د هوکړه-لیک، د متحدو ایالتونو – افغانستان د ګډې اعلامیې، سولې او د بین الافغاني مذاکراتو پیل نه د پراخ نړیوال ملاتړ په شتون کې، په ډیرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک د روان ۲۰۲۰ کال فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شو.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې د افغانانو وژنه او مړینه ډيره عامه شوې ده.

نوموړي د بېلګې په توګه د تیرې جمعې په ورځ د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د یوې چاودنې پرمهال د ۱۵ افغان ماشومانو وژنې ته په اشارې ویلي چې د جګړې ښکېل لوري باید د ملکیانو د ژوند ژغورلو لپاره د ناچاوده توکو او ماینونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

هغه که څه هم د کوم چا نوم نه دی یاد کړی، خو زیاته کړې ده «هغوی» چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي او نفاق ته لمن وهي باید رد شي.

زلمي خلیلزاد همدارنګه پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د خلکو غوښتنو په پام کې نیولو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

نوموړي زیاته کړې: "اسلامي جمهوریت او طالبان باید د خپلو خلکو د غوښتنو درناوی وکړي او هر څومره ژر چې شونی وي، یوه سیاسي توافق ته ورسیږي. متحده ایالتونه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په تېرو درې میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG