د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت وايي د «IMF» لخوا ورکړل شوی مالي هدف یې پوره کړی


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، «IMF» لخوا ورکړل شوی مالي هدف یې پوره کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ« د لېندۍ پر ۱۱مه» د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې«IMF» سږکال مالیې وزارت ته ۱۷۳،۵۰ میلیارډ افغانۍ هدف ټاکلی و چې مالیې وزارت دم ګړۍ ۱۷۳،۹۵ میلیارډه افغانۍ راټولې کړي‌ دي.

ښاغلي مسجدي زیاته کړه چې: "مالیې وزارت تېر کال په دغه موده کې ۱۵۲میلیارډه افغانۍ ټولې کړې وې چې تېر کال ته په کتو روان کال یو میلیارډ اضافي افغانۍ راټولې شوي دي."

هغه همدارنګه وویل دا چې د مالیې کال څو اوونۍ لا پاتې دي تر دامهاله ۷۵سلنه پراختیايي بودجه مصرف شوې چې، تېر کال ۷۶ سلنه وه.

مسجدي په روان کال د لګېدلې پراختیايي بودجې کچه د تېرو څلورو کلونو په پرتله بېسارې وبلل.

نوموړي زیاته کړه هڅه کوي چې د روان مالي کال تر پایه د پراختیايي بودجې د مصرف کچه۸۰ فیصده ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG