د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت: ژنیو کنفرانس د متقابلو ژمنو تازه کولو لپاره جوړېږي


افغان حکومت وایي، د ژنیو کنفرانس له افغانستان سره د نوو مالي مرستو یو کنفرانس نه دی، بلکې په دغه کنفرانس کې به د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې استازي دوه کاله وړاندې په بروکسل کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې د خپلو شوو ژمنو په هکله وغږېږي او د راتلوونکو دوو کلونو لپاره به په نورو دوه اړخیزو ژمنو سره موافقه وکړي.

ټاکل شوې د راروانې اونۍ د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو د سویس د ژنیو په ښار کې د افغانستان په اړه د وزیرانو په کچه یو دوه ورځنی کنفرانس جوړ شي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله به هم د افغان حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت ویاند او د دغه وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس شمروز خان مسجدي، امریکا غو اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، د دې لپاره، چې د افغانستان د بودیجې په ګډون د افغان حکومت ډېرې ملي پروژې د نړیوالې ټولنې له خوا تمولېږي، نو د ژنیو په کنفرانس کې د نړیوالو شریکانو ملاتړ او رضایت ترلاسه کول ورته ډېر اهمیت لري.

ښاغلي مسجدي وویل:"د هغو ژمنو پر وړاندې، چې مونږ یې له هغوی سره کوو، د هغوی د رضایت ترلاسه کول مونږ لپاره خورا زیات اهمیت لري او په دې کنفرانس کې زمونږ یوه وظیفه داده، چې نړیوالو دوستانو ته په ډېر څرګند ډول ډاډ ورکوو، چې افغان حکومت د یو همکار او د فساد سره د مبارزې او حساب ورکولو په برخه کې یو ژمن حکومت دی".

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په لومړۍ اونۍ کې جوړ شوی وو.

په دغه کنفرانس کې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تر دوو سوو پورې په مختلفو شاخصونو باندې دوه اړخیزې ژمنې کړې وې، چې په کې په مالي او بانکي سکټور کې اصلاحات، عدلي او قضايي سکټور کې اصلاحات همدشان د سترو زېربناو په اړه، چې سړکونه او بندونه په کې شامل وو د ژمنو سربېره د کورنیو عوایدو د لوړېدو او په ملي بودیجې کې زیاتوالی، د مالیې د ورکړې په پروګرامونو کې اسانتیاوې او هم د مالیې او ګمرکونو د قوانینو ساده کول په کې شامل وو.

د مالیې وزارت دغه چارواکی وایي، چې دغو ټولو مسلو ته افغان حکومت ژمن پاتې شوی او له خپله اړخه یې پکې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

د ژنیو په کنفرانس کې د نورو تېرو نړیوالو کنفرانسونو په څېر د افغانستان د مدني ټولنو لس استازي هم ګډون کوي.

په دې لسو استازو کې د ښځو استازې هم شاملې دي.

د افغانستان د برابرۍ او ډیموکراسۍ د غیر حکومتي موسسې مرستیاله فرزان رسولي وايي، دا به د ژنیو په کنفرانس کې د هغو مسلو په اړه هم وغږېږي، چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.

په ژنیو کنفرانس کې د افغان مېرمنو پر وضعیت هم بحث کېږي
په ژنیو کنفرانس کې د افغان مېرمنو پر وضعیت هم بحث کېږي

مېرمن رسولي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې یو خبري کنفرانس ته د مدني ټولنو د نورو استازو په ملګرتیا وینا کوله، یوه د دغو مسلو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسله یاده کړه او ویې ویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پنځم راپور کې ویل شوي، چې ۵۶ فیصده ښځې د کورني تاوتریخوالي په برخه کې د خپلو کورنیو د نارینه وو له خوا د وهلو او ټکولو سره مخ دي.

همداشان د مدني ټولنې نورو استازو په افغانستان کې د ناامنیو پراخېدل او پر ټولنه یې د ناامنیو د اغېزو یادونه وکړه او ویې ویل، چې له نړیوالې ټولنې څخه به د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې مرسته وغواړي.

XS
SM
MD
LG