د لاس رسي وړ اتصالات

په کندز باندې مو د طالبانو لوی برید په شا وتمبوه- خالد


طالبان څو کاله مخکې د کندز ښار ته ننوتلي وو
طالبان څو کاله مخکې د کندز ښار ته ننوتلي وو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندز ښار بریدونه کړي وو چې په شاه تمبول شوي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي‌ چې طالبانو په شپه کې د کندز پر ښار بریدونه پيل کړل چې په شا وتمبول شول او ډېر تلفات لري.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت اعلامیه وايي چې په دغې پېښې کې ۱۱ طالبان وژل شوي او اته نور یې ژوبل شوي دي. وايي د طالبانو جسدونه په میدان کې پراته دي.

د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ۱۹ (غوايي۳۰) په یوې اعلامیې کې وویل چې افغان ځواکونو همدغه راز د کندز په خان آباد، چهاردره، او امام صاحب په ولسوالیو باندې هم د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او یو شمېر یې وژلي او ژوبل کړي دي.

دوی وايي افغان ځواکونو په دغو بریدونو کې له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټويټر کې لیکلي دي‌چې افغان ځواکونو د کندز به چهاردره کې په یو روغتون برید کړی او دوه ولسي خلک یې وژلي دي.

افغان چارواکي وايي چې په هوايي بریدونو کې یو روغتون لږ زیانمن شوی دی، خو د ملکي تلفاتو په اړه یې څه نه دي‌ویلي.طالبانو لا د افغانستان د دفاع وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت وايي د فبرورۍ په میاشت کې له امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او سلګونه کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.

طالبانو څو کاله مخکې پر کندز لوی بریدونه وکړل او دوه وار یې د دغه ښار ځینې برخې ونیولې، د څه مودې لپاره په ښار کې وو او د خپل امارت بیرغونه یې هم ځړولي وو، خو د بهرنیو ځواکونو له هوايي مرستو برخمنو افغان ځواکونو بېرته وشړل.

په دغو پېښو کې هلته په یو روغتون باندې هم بمب وغورځېده چې ډېر کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG