د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو نظارت کې پاتې راغلی – سیګار 


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش (سیګار) وایي چې د امریکا دفاع وزارت د هغو نظامي تجهیزاتو په نظارت کې پاتې راغلی چې د کال ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۰ پورې یې د افغانستان حکومت ته تسلیم کړي دي.

سیګار د پنجشنبې په ورځ ۱۷ دسمبر (لیندۍ ۲۷) یو راپور خپور کړی چې پکې د افغانستان دفاع وزارت لخوا د افغانستان امنیتي قواوو ته د یو لړ کشفي وسایلو، د لایزر په مرسته کنټرول کیدونکو بمونو، د شب بینو وسایلو په ګډون ګڼ نورو وسایلو د ورکړې د پروسې او نظارت په اړه پلټنې کړي دي.

د دغه راپور په اساس سیګار وایي چې د امریکا حکومت باید د دغو دفاعي تجهیزاتو څخه د غلطې ګټې اخستنې او ګواښونو پلټنه وکړي.

د راپور موندنې ښيي چې افغانستان ته د امنیتي‌لیږد مشترکې قومندانۍ CSTC-Aد ځینو امنیتي محدودیتونو له کبله د ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتې څخه د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشتې پورې په دې نه دي توانیدلي چې د لیږول شويو ۶۰ سلنه یې ارزیابي کړي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې یادې قومندانۍ د ۱۲۴۸۱ قلم حساسو اجناسو څخه یواځې د ۵۰۸۸ اجناسو موجودي تایید کړې ده چې د ټولو تجهیزاتو ۴۰ سلنه جوړوي.

د افغانستان حکومت ته هر ډول تسلیم کیدونکې وسلې او نظامي تجهیزات باید هر کال د امریکایي نظامیانو لخوا وارزول شي ترڅو د کارولو او تسلیمدو په اړه یې وضاحت موجود وي.

سیګار تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې افغان ځواکونو امریکایي ناظرینو ته د تسلیم شویو ۴۸ شب بینو وسیلو په اړه ویلي و چې د ۴۹ وسیلو څخه یې ۱۹ د دښمن لاس ته غورځیدلې وې او ۲۹ نورې یې داغمه شوې او یا هم ورکې شوې وې.

د CSTC-A مقاماتو ویلي چې دوي هیڅکله هم په افغانستان کې د حساسو نظامي تجهیزاتو په ۱۰۰ سلنه موجودي نه ده کړې او نه یې هم تمه لري. دوي زیاتوي چې پر حساسو تجهیزاتو د نظارت پروګرام د افغانستان په څیر هیوادونو کې جنګي چاپيریال لپاره طرحه شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG