د لاس رسي وړ اتصالات

اندرابي: د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نور سرتیري جذبوو


د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې د پولیسو د نوې ستراتيژۍ له مخې ټاکل شوې چې د پولیسو تشکیلاتو ته ۱۵زره نور سرتیري جذب شي.

ښاغلي اندرابي چې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم ۲۶) د ولسي جرګې غړو ته خپل کاري پلانونه وړاندې کول وویل، چې د پولیسو په تشکیلاتو کې زیاتوالی د خلکو له جدي غوښتنو څخه دی.

هغه زیاته کړه: "د ۱۱زره کسانو د تمویل په تړاو ابتدايي توافق له نړیوالې ټولنې سره شوی دی".

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د راپور په اساس شاوخوا ۱۵۰زره کسان د افغانستان د پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د زیاتوالی تصمیم نیولی چې په وروستیو دوو لسیزو کې دغه ځواکونه د قانون د تنفیذ او جنايي جرمونو سره د مبارزې پر ځای د دولت له وسله‌والو مخالفینو سره په مخامخ نښتو کې برخه اخلي.

خو ښاغلي اندرابي وویل که چېرې د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي پولیس به بېرته خپلو اصلي دندو ته وګرځي.

د پولیسو لیکو ته د ښځو جذبول

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز وویل چې دغه وزارت د پولیسو په لیکو کې د لازیاتو ښځو جذبولو ته اړتیا لري او په دې برخه کې لس زره بستونه په پام کې نیول شوي دي.

مسعود اندرابي وویل: "د دې لپاره چې موږ وشو کولای لس زره ښځې جذبې کړو، اړتیا ده چې د پولیسو لیکو ته د تګ لپاره یوه خوندي فضا او لازم باور رامنځ ته کړو".

هغه همداشان وویل چې امنیتي شرایطو ته په پاملرنې هغو ښځو ته ځانګړي مادي او معنوي امتیازات په پام کې نیول شوي چې د پولیسو لیکو ته جذبېږي.

دا مهال د افغانستان د پولیسو په لیکو کې ۳۵۰۰زره ښځې کار کوي چې د پولیسو د ټولو تشکیلاتو یوه سلنه جوړوي.

XS
SM
MD
LG