د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت 'فرهنګي محدودیتونه' دي


د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د نجونو د لېسو او متوسطه ښوونځیو بندېدو اساسي لامل په دغه هیواد کې «فرهنګي محدودیتونه» بللي او په خبره یې د یادو ښوونځیو پرانیستلو په اړه کار جریان لري.

د دغه وزارت سرپرست نورالله منیر پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال، پدې اړه چې د طالبانو حکومت د نجونو له زده کړو سره څه ستونزه لري، خبریالانو ته وویل: "په لیري پرتو سیمو کې خلک د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره مخالفت لري. د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډېر حساس دی."

ښاغلي منیر زیاته کړه دوی هڅه کوي ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه د افغانانو قناعت تر لاسه کړي او تر هغه وروسته به ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت یو بل چارواکي د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځیو بندېدو لامل په «تعلیمي نصاب کې تغییرات» بللي و، خو د دغه وزارت سرپرست په تعلیمي نصاب کې د تغییراتو رامنځته کول رد کړل.

د طالبانو حکومت د روان تعلیمي کال په لومړیو کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځي تر امر ثاني پوري بند کړل چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راوپارول.

پر همدې مهال د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه اګست اتمه (زمري ۱۷) وویل چې طالبان ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخنیوی کوي او هغه محصلینې نجونې چې پوهنتونونو ته ځي هم له تبعیض سره مخ دي.

د دغه سازمان په باور د افغان مېرمنو او نجونو راتلوونکی د ورکېدو په حال کې دی.

پر همدې مهال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز د اسلامي احکامو له وجې نه دی، بلکې دغه کار د «ګاونډي هیواد پاکستان په امر» شوی دی.

ښاغلي کرزي د اګست پر پنځمه (زمري ۱۴) د جرمني له شپیګل مجلې سره مرکه کې ویلي چې له زده کړو څخه د افغان نجونو محرومول، د یو منزوي افغانستان په معنی دی چې نشي کولای پر خپلو پښو ودریږي.

حامد کرزي همدارنګه زیاته کړې چې د پاکستان هدف یو بې دفاع، کمزوری او فقیر افغانستان دی چې د هغه له طرفه څخه پاکستان ته هیڅ ستونزه نه وي.

طالبانو تر دامهاله د کرزي د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG