د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي سرتیرو کمولو ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون


د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.
د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د امریکايي سرتیرو د شمېر کموالی د جګړې پر وضعیت ډېر منفي اغېز نه لري.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان ۹۶ سلنه جګړه افغان سرتیري کوي.

هغه نن شنبه جنورۍ ۱۶ ( مرغومې ۲۷) ویلي: "د امریکايي سرتیرو لږوالی او یا کموالی د افغانستان د جګړې پر وضعیت تر ډيره بریده منفي اغېزه نه لري، ځکه په دې وروستیو کې د افغانستان ۹۶ سلنه جګړه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کوي."

د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ وویل چې په افغانستان کې یې د جمعې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۶) د امریکايي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړ.

پر همدې مهال وسله والو طالبانو په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو کمولو په اړه د متحده ایالاتو د اعلان هر کلی کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د امریکا او طالبانو د دوحې تړون عملي کېدل د دواړو هیوادونو په ګټه بللې ده.

طالبانو ویلي چې هغوی د دوحې تړون ته ژمن دي او له امریکايي لوري څخه یې هم ورته غوښتنه کړې ده.

سپینې ماڼۍ تېره ورځ‌په یوې اعلامیې کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ له خولې خبر ورکړ چې په تېرو ۱۹ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمېر تر ټولو ټېټې اندازې ته راښکته شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د سرتېرو کمول دا ښکاره کوي چې امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه ختمه کړي.

خو په اعلامیې کې دا خبره هم شوې ده چې د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو خبره مشروطه ده. وايي باید ټولو غاړې د سولې پرمختګ ته ژمن وي.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون برخه ده چې د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې لاسلیک شوه.

څه موده مخکې د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ ویلي وو چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکا او ایتلاف د ځواکونو په وتلو سره ښايي دا هېواد د ترهګرو په پناه ځای بدل شي.

خو هغه دا خبره هم کړې وه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د ناټو د روزنې ماموریت به روان وي.‌

هغه ویلي‌ دي چې ناټو د افغانستان د سولې د خبرو ننګه کوي او دا سازمان شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل موجودیت تنظیموي.

XS
SM
MD
LG