د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو غونډه پيل شوه


عکس ارشیف
عکس ارشیف

په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو غونډه نن شنبه سهار د افغانستان په وخت په لس نیمو بجو چې په قطر کې نهه نیمې بجې کیږي پیل شوه.

د بین الافغاني مذاکراتو دا غونډه د قطر د بهرنیو چارو د وزیر الشیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په ويناء سره پیل شوه.

د قطر په پلازمینه دوحه کې دغې غونډې ته پراخ ترتیبات نیول شوي دي.

دا غونډه به د دوحې په مشهور هوټل شیرټون کې ده، شیرټون هوټل د طالبانو او د امریکا ترمنځ د سولې د خبرو ځایګی هم وو.

د غونډې دوهم ویناء به د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب خبرې وکړي.

دې غونډې ته به درېیم ویناء وال د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر وي.

په قطر کې خبریالانو ته د ورکړل شوې اجنډا له مخې څلورم ویناء وال به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وي. پدغه اجنډا کې دا هم راغلي چې د ځینو نورو بهرنیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به هم غونډې ته ويناووې ولري او دا ويناووې به یې په انلاین شکل وي.

د بین الافغاني مذاکراتو پيل غونډه به نن د قطر په وخت دوولس بجې چې به افغانستان کې یوه نیمه بجه کیږي پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG