د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: ډېر ورانکاري شته چې افغانستان کې سوله نغواړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي په دوحه کې د افغانستان د حکومت او طالب استازو تر منځ د سولې مخامخ خبرې به جنجالي وي خو زیاتوي چې دا د افغانانو پورې اړه لري چې د افغان ولس په خوښه د جګړې پرته حکومت جوړ کړي.

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په الوتکې کې خبریالانو ته کړي چې د هغه سره یو ځای د قطر پایتخت دوحې ته روان و. ښاغلي پمپیو دا مذاکرات تاریخي وبلل.

مایک پمپیو وویل د شاوخوا شلو کالونو نه وروسته د لومړي ځل لپاره دا فرصت پیدا شوی چې افغانان پخپلو کې سره کښیني او د هیواد د راتلونکې په هکله پریکړه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح د موټرو په کاروان برید ته په اشارې وویل چې ډیر ورانکاري شته چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

ښاغلي پمپیو د کوم هیواد یا ډلې نوم وانخیست خو زیاته یې کړه چې " دوي غواړي امریکا پدې ځای کې ښکیله پاتې شي. هغوي په افغانستان کې سوله نه غواړي او نه غواړي دا خبرې پر مخ ولاړې شي. خو اکثریت افغان ولس سوله غواړي او مونږ په همدې تمرکز کوو."

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا متحده ایالات دیته چمتو دي چې د افغانستان د حکوت او طالبانو تر منځ د موافقې نه وړاندې د افغانستان نه خپل ټول عسکر راوباسي، د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د عکسرو شمیر د شرایطو پورې اړه لري.

مایک پمپیو وویل "طالبانو جدي ژمنې کړې او مونږ تمه لرو چې هغوي به پخپلو ژمنو ودریږي."

ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې په افغانستان کې د هیڅ امریکایي عسکر نه پاتې کیدل پدې پورې اړه لري چې طالبان د سولې په موافقې کې څومره پخپلو ژمنو دریږي.

امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۸۶۰۰ عسکر لري خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مني تر پایه به شاوخوا ۴۵۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.

افغانستان ته بیا د امریکایي عسکرو لیږل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې پخوانیو حکومتونو ونشو کړی چې په افغانستان کې اصلي اهداف تر لاسه کړي پداسې حال کې لس ګونه زره امریکایي عسکر هلته دیره وو.

خو زیاته یې کړه چې که طالبان امریکایان د خطر سره مخ کړي، امریکا به د هغوي پر ضد اقدام وکړي او دا اقدام به "سخت" وي.

ښاغلي پمپیو وویل چې د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ حکومت په تیرو شاوخوا درې نیمو کالونو کې کله چې طالبانو امریکایانو ته خطر پیښ کړي، هغوي ته یې سخت ګوزارونه ورکړي او ډیره مرګ ژوبله یې ور اړولې. او که ضرورت یې پیښ شي بیا به هم دا کار وکړي.

XS
SM
MD
LG