د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: د دوحې په خبرو کې په موقت حکومت هیڅ بحث نه کیږي


د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره دوحې ته تللی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره دوحې ته تللی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وايي، د دوحې په بین الافغاني مذاکراتو کې به د موقت حکومت د جوړیدو مسئله هیڅ یاده نه شي او د داسې ډول حکومت د جوړیدو مسئله تراوسه نده مطرح شوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست قطر ته د افغان مذاکراتي پلاوي د سفر په مهال په الوتکه کې د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې موقت حکومت او د اساسي قانون تر پښو لاندې کول د خلکو د ارادې تر پښو لاندې کول دي.

ښاغلي اتمر وویل ‪"د موقت حکومت مسئله باید اصلا مطرح نشي. دا به یو اهانت ملي ارادې ته وګڼو‪".

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل چې دوی مشارکت غواړي نه د نظام نابودي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چې د دولت له مذاکراتي پلاوي سره قطر ته راغلی، وايي، د دوحې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره جوړه اجماع په تیرو څلوېښتو کلونو کې نه وه.

ښاغلي اتمر په دوحه کې د طالبانو او د دولت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ د سولې د خبرو او مذاکراتو د دوام په اړه وویل چې دا نده معلومه چې دا مذاکرات به څومره اوږده شي.

اتمر وايي د دوحې په خبرو کې به د اوربند په موضوع حتما خبرې کیږي. هغه وویل‪" لومړنۍ موضوع به د مذاکراتو لپاره دا وي، چې پر اصولو، وخت او ځای باندې خبرې وشي. ددې ترڅنګه به په اوربند حتما خبرې کیږي‪".

نور کوربه ملکونه

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له امریکا غږ سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې تر قطر ور هاخوا دیارلسو ملکونو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د مذاکراتو د کوربه توب هیلې څرګندې کړي دي.

ښاغلي اتمر وویل‪" دیارلس نورو ملکونو د کوربه توب هیله کړې ده. اکثره ملکونه د منطقې دي. جاپان، چین، ازبکستان، ایران، ترکیه، جرمني، ناروې او اندونیزیا پورې‪".

د افغانستان د دولت پلاوی نن ماښام قطر ته ورسید او سبا ته به د مذاکراتو د پيل مراسم وي.

XS
SM
MD
LG