د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: په طالب مشرانو د بندیز په اړه د پاکستان په ټېنګار غور کوو


ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د روغبړ پر مهال.
ملا عبدالغني برادر پاکستان ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د روغبړ پر مهال.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي پر طالب مشرانو د بندیزونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزارت د اعلامیې په اړه غور کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د یکشنبې په ورځ اګست ۲۳مه (وږې۲مه) ویلي چې د افغانستان دولت به په دې اړه تر ارزیابۍ وروسته خپل موقف څرګند کړي.

ښاغلي هیواد ویلي: "د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې پر طالبانو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو کمېټې د وضعه کېدلو ټینګار یې کړی دی، دا اعلامیه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر لاسه کړه، غور ورباندې کوي. او د افغانستان دولت په دې اړه تر ارزیابۍ وروسته په دې هکله معلومات شریک کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه تېره اونۍ یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعذیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټینګار شوی و.

د پاکستان لخوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "فدرال حکومت خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو کمېټې پرېکړه په بشپړ ډول پلې شي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تعذیراتو کمېټې کې پر یادو کسانو د سفر بندیز او د وسلو د بندیز ترڅنګ د شتمنیو کنګل کېدل شامل دي.

پاکستان پر داسې مهال پر طالب مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعذیراتو کمېټې پر پرېکړې ټینګار کړی چې د طالبانو د قطر دفتر مشر عبدالغني برادر په پاکستان کې له بند څخه تر خوشي کېدو او قطر ته تر رسېدو وروسته د پاکستان په ګډون ګڼو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG