د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي د امریکا-طالبانو تړون کې ورسره لازمې مشورې نه دې شوي


په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.
په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په هدف د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون کې له افغان حکومت سره اړینې مشورې نه دي شوي.

د امنیت شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ نن یکشنبه فبروري ۲۱( کب دریمه) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې له همدې امله یاد تړون نه د سولې برخه کې اغیزناک تمام شو او نه یې هم جګړه ختمه کړه.

نوموړي زیاته کړې چې په یاد تړون کې داسې اصطلاحات کارول شوي چې په وینا یې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې ښکاري.

هغه زیاته کړې: "د امریکانو او طالبانو ترمنځ چې د دوحې تړون کېده له افغان حکومت سره اړینې مشورې ونه شوې، ځکه خو دغه تړون نه د سولې برخه کې اغېزناک و نه یې وینې ودرولې نه یې جنګ ختم کړ او نه د افغانانو بدې ورځې پای ته ورسېدې. حتا ځینې داسې اصطلاحات پکې وکارول شول چې د انساني تلفاتو اندازه ګیري په اعدادو کېده اورکم د تاوتریخوالي کمښت او نور داسې اصطلاحات چې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې ښکاري."

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ تړون د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې لاسلیک شو.

تازه د جو بایډن په مشرۍ حکومت ویلي چې دغه تړون اروزي. وړمه ورځ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې له ډپلوماټيکې لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو کلک ملاتړ کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن هم ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی باید ژر تر ژره راکم شي او ټولې غاړې یاد تړون عملي کړي.

وسله والو طالبانو هم تر دې مخکې ویلي چې یاد تړون یې له خپل اړخه عملي کړی دی، خو ناټو او ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي چې طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې د دوحې پر تړون عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG