د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه په بېړه نه وځو


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه نه وځي.

د پنتاګون د اعلامیې له مخې لوید آستن د ناټو غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په وروستۍ غونډه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالات له دپلوماتیکي لارې د جګړې پای ته رسېدو ته ژمن دي.

هغه ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق ارزوي چې په وینا یې ایا ټولو لورو د توافق شرایطو ته غاړه ایښې ده که نه.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر ناټو ته ډاډ ورکړی چې متحده ایالات د دغه پروسې په جریان کې له خپلو شریکانو سره مشورې ته ژمن دي.

پرون پنجشنبه فبروري ۱۸مه د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم وویل چې د دې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې تړون له مخې په پام کې ده ټول امریکايي سرتیري تر راتلوونکي مۍ میاشتې له افغانستان څخه ووځي خو د ناټو سرمنشي تیره ورځ وویل چې د مۍ د میاشتې د لومړۍ نېټې ضرب الاجل په نژدې کیدو سره به ناټو د متحدینو په توګه مشورو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

د ۲۵۰۰ امریکایي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۹۶۰۰ بهرني پوځیان همدا اوس د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې میشت دي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې او مشورې چارې پرمخ بیایي.

د ۲۰۲۱کال د می تر میاشتې پورې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو د تاوتریخوالي کمیدل، د القاعده په ګډون تروریستي ډلو سره ددې ډلې د اړیکو شلول او د سولې د مذاکراتو سره ددې ډلې یوځای کیدل سره تړلي عناصر دي چې د امریکا-طالبانو په موافقه کې واضح شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چار وزارت د افغان سولې او ددې هیواد نه د شرایطو په بنسټ د وتلو په اړه د ناټو د موقف څخه ملاتړ وکړ.

XS
SM
MD
LG