د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو طالبانو ته: په خپلو ژمنو عمل وکړئ 


د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ
د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي ینس ستولتنبرګ له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمولو او د تروریستي ډلو سره د اړیکو د ختمولو په هکله خپلو ژمنو ته ژمن پاته شي.

ښاغلي ستولتنبرګ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۶) خبریالانو ته وویل: "طالبانو ته زما پیغام دادی چې هغوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي، په ځانګړې توګه د القاعدې په ګډون، د نړیوالو تروریستانو سره د اړیکو پریښودل او همداشان مونږ باید د تاوتریخوالي د کمولو شاهد واوسو."

هغه زیاته کړه: "مونږ همداشان د افرادو، خبریالانو او نورو پر وړاندې بریدونه لیدلي او البته چې د تاوتریخوالي لوړه کچه هغه موضوع ده چې ډیره د اندیښنې وړ ده."

ټاکل شوې چې د ناټو هیوادونو د دفاع وزیران د فبرورۍ په ۱۷او ۱۸په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د پای ته رسولو او یا دوام په هکله پریکړه وکړي.

د امریکا-طالبانو په موافقه کې چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې لاس لیک شوې، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چې د تاوتریخوالي د کمیدو، د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ او د ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو د شلولو په صورت کې به بهرني ځواکونه د ۲۰۲۱کال د مۍ تر میاشتې پورې له افغانستان نه ووځي.

خو اوس د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي چې د دوحې پریکړه ارزوي، چې ایا طالبانو په خپلو ژمنو عمل کړی او که نه.

پدې ترڅ کې د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د طالبانو ډلې د تاوتریخوالي د کمولو او د القاعده شبکې سره د اړیکو په شلولو کې په خپلو ژمنو عمل ندی کړی او ددغه وضعیت دوام د سولې د مذاکراتو بهیر له ستونزو سره مخامخ کوي.

له بلې خوا طالبان هم د امریکا متحده ایالات د موافقې نه په سرغړونو تورنوي او دغې ډلې د دوشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې که بهرني ځواکونه تر مۍ میاشتې پورې له افغانستان څخه ونه وځي "جګړه او جهاد" به یې پر ضد دوام وکړي.

د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل کار په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ته راټیټ کړ چې دا د ۲۰۰۱کال راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون تر ټولو ټیټه کچه ده.

خو د امریکا د دفاع وزارت وایي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د راتلونکي شمیر په هکله پریکړه به د افغانستان پر شرایطو پورې مربوط وي.

ښاغلي ستولتنبرګ په وار وار ټینګار کړی دی چې د ناټو غړي باید "سره یوځای" د خپل ماموریت د راتلونکې په هکله پریکړې وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې جمهور رئیس بایډن د ناټو متحدینو سره نژدې همغږي ولري.

د ناټو عمومي منشي وویل: "که د وتلو پریکړه وکړو، د سولې بهیر او هغه لاسته راوړنې چې په تیرو کلونو کې مو د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې تر لاسه کړي د خطر سره مخامخ کوو. که د پاته کیدو پریکړه وکړو، په افغانستان کې د ستونزمنو پوځي عملیاتو د دوام او همداشان د ناټو ځواکونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتیدو خطر زیاتوو."

XS
SM
MD
LG