د لاس رسي وړ اتصالات

بندیان خوشې شول او د مذاکراتو د ځنډولو هېڅ بهانه نه شته- د مصالحې شورا


طالبانو تر اوسه په دي اړه تبصره نه ده کړې
طالبانو تر اوسه په دي اړه تبصره نه ده کړې

د افغانستان د ملي روغې جوړي عالي شورا وايي، د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره د خبرو پیلولو لپاره چمتو دي.

د دغه شورا ویاند فریدون خوځون نن شنبه سپټمبر۵(وږې۱۵) امریکا غږ ته په لېږلي غږیږ پیغام کې ویلي چې د بندیانو مسله هواره شوې او د مذاکراتو پیلېدو په وړاندې هیڅ خنډ نشته.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی کامله مذاکراتو ته چمتو دی،د بندیانو مسله حل شوې ده، هیڅ ډول بهانه او خنډ د مذاکراتو ځنډېدو لپاره نشته، طالبان تر اوسه نه دي حاضر شوي چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي، هیله داده چې طالبان هرڅه ژر د شوي توافق له مخې مذاکراتو ته حاضر شي چې مذاکرات شروع شي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر تر بشپړېدو وروسته ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي د تېرې پنجشنې په ورځ قطر ته سفر کړی وای، خو د ځینو نا څرګندو دلایلو له مخې ویل کیږي چې دغه سفر ځنډېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر د بشپړېدو خبر ورکړ. خو وسله والو طالبانو لا تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د پرېښودو مسئله د مخامخ خبرو پیلېدو په وړاندې له لویو خنډونو څخه وه، طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې د خپلو پاتې بندیانو تر ازادېدو وروسته د یوې اونۍ دننه کې خبرو ته چمتو دي.

ولسمشر غني هم د تېرې چهارشنبې په ورځ له طالبانو سره د حکومت له مذاکرتي پلاوي سره لیدنه کې وویل چې تمه ده په دغو مذاکراتو کې د خلکو د غوښتنې سره د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګېدو باندې موافقه وشي.

لا معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به کله پيل شي.

XS
SM
MD
LG