د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د مسکو د سولې په مذاکراتو کې ګډون نکوي

طالبانو منلې چې د مسکو د سولې په خبرو کې برخه اخلي
طالبانو منلې چې د مسکو د سولې په خبرو کې برخه اخلي

په داسې حال کې چې طالبان د مسکو د سولې خبرو ته خپل استازي استوي، کابل وايي د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په مذاکراتو کې ګډون نکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دې سره سره چې کابل-مسکو ښه روابط لري، خو افغان حکومت په روسیې کې د سپتمبر په څلورمه د افغانستان د سولې په تړاو مذاکراتو ته کوم استازی نه استوي.

د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د چهار شنبې په ورځ (زمري ۳۱ مه )امریکا غږ سره په خبرو کې دا وضاحت ورنکړ چې ولې افغانستان د مسکو مذاکراتو ته استازي نه استوي، خو ټېنګار یې وکړ چې باید د افغانستان د سولې په اړه هر مذاکرات د افغان حکومت په مشرۍ مخ ته ولاړ شي.

ښاغلي احمدي وویل "په ځانګړي ډول د سولې بهیر باید د افغانستان او افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندې وي. د مسکو په ناسته کې ټاکل شوې نه ده، چې مونږ ګډون وکړو".

نوموړي وویل افغان حکومت د روسیې سره ښې اړیکې لري او وخت ناوخت د افغانستان په اړه ځینو مسائلو کې له یو بل سره مشورې هم کوي، خو په دغه غونډه کې برخه نه اخلي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر د روسیې له سفیر الکساندر مانتیسکي سره کتلي او له هغه یې غوښتي چې "پر وسله والو طالبانو فشار راوړي چې له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي."

د امنیت د شورا په اعلامیې کې ویل شوي دي چې د روسیې سفیر ویلي دي چې "هېواد یې چمتو دی د افغانستان د سولې پروسې د بري لپاره له افغان حکومت سره مرسته وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاروف د سه شنبې په ورځ وویل، چې د سپتمبر په څلورمه په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو په خبرو کې وسله والو طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او هغوی هم منلې ده.

ښاغلي لاروف هیله ښودلې چې د مسکو د سولې خبرې به ګټورې وي. ښاغلي لارف وویل" لومړی غبرګون مثبت و، هغوی (طالبان) په مذاکراتو کې د ګډون پلان لري".

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر طالبانو سره خپلې اړیکې په افغانستان کې د روسیې وګړو د خوندیتوب لپاره د خپلو هڅو برخه وګڼله او ويې ویل چې کوښښ کوي طالبان له جګړې لاس اخیستلو او افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG