د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه نوي افغان سفیران وټاکل شول


عمر زاخیلوال، شکریه بارکزي او عمر صمد په نویو سفیرانو کې دي
عمر زاخیلوال، شکریه بارکزي او عمر صمد په نویو سفیرانو کې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې په نوو پنځه سفیرانو کې د پاکستان، ترکمنستان، ناروې، بلجیم او چک جمهوریت لپاره سفیران شامل دي.

ددغه بیان له مخې حضرت عمر راخیلوال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه، میرویس ناب په ترکمنستان کې د افغانستان د سفیر په توګه، عمر صمد په بلجیم کې د افغانستان د سفیر په توګه، شکریه بارکزۍ په ناروې کې د افغانستان د سفیرې په توګه او سید مصدق خلیلي د چک په جمهوریت کې د افغانستان د سفیر په توګه ټاکل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ټاکل شوې چې دا سفیران به وروسته له هغې چې د هغوی باورلیکونه دغه وزارت ته راشي په خپل کار پیل وکړي.

همداشان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیان کې ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر د خپلې اوسنۍ دندې ترڅنګ په کولمبیا، مکسیکو، ډونیکا او برازیل کې هم د افغانستان د غیر مقیم سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

په بهرنیو هیوادونو کې د ښځینه سفیرانو ګمارل د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي د کار په دوره کې پیل شوي او اوس د میرمن بارکزۍ سربیره یوه بله افغان میرمن ثریا دلیل په سویس کې د افغانستان د سفیرې په توګه کار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر یو چارواکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د میرمن بارکزۍ دمخه میرمن منیژه باختري په ناروې کې د افغانستان د سفیرې په توګه چارې پرمخ وړلې چې اوس د خپلې کارې دورې د پای ته رسیدلو وروسته بیرته کابل ته راستنه شوې ده.

په اوس وخت کې افغانستان په بهرنیو هیوادونو کې تر اویاو پورې سیساسي نمایندګۍ لري چې په دغه شمیر کې ترڅلویښتو پورې سفارتونه هم شامل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د کړنلارې له مخې هغه افغان دیپلوماتان چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان په نمایندګیو کې کار کوي باید خپل درې کلن ماموریت په پای کې بیرته خپل وطن ته راستانه او دننه په هیواد کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د دریو کلونو لپاره وظیفه اجرا کړي.

په افغانستان کې د ناامنیو په زیاتیدو یو شمیر هغو افغان دیپلوماتانو چې په بهرنیو هیوادونو په ځانګړې ډول په لویدیځو هیوادونو کې یې وظیفې سرته رسولې بیرته خپل هیواد ته د ستنیدلو پرځای په همغو هیوادونو کې پناه اخیتسې ده.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې اوس د دغسې دیپلوماتانو شمیرخورا زیات کم شوی دی.

دا وزارت د دې کار علت د پوهې له مخې د بهرنیو چارو وزارت ته د ځوانانو ګمارل ګڼي او وایي چې د پخوا پرتله بهرنیو چارو وزارت ته د نوو افغان دیپلوماتانو په غوره کولو کې د ډير دقت څخه کار اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG