د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې څارنوال د بریدونو نوي جزییات اعلان کړل


د فرانسې په تروریستي بریدونو کې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې په تروریستي بریدونو کې ۱۵۳ تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې، داعش، ادعا کړې ده چې په فرانسې کې د شنبې د شپې بریدونه دوی کړي.

د فرانسې چارواکي وايي د شنبې د شپې په بریدونو کې ټولټال ۱۲۹ تنه وژل شوي، ۳۵۲ تنه زخمیان دي چې د ۹۹ حالت ښه نه دی.

د فرانسې څارنوال فرانکویس مولینس خبریالان ته وویل چې اوس دوي په دې پسې ګرڅي چې معلومه کړي، برید کوونکي څنګه فرانسې ته ننوتل.

د امریکا په واشنګټن ډي سي کې هم خلکو د پاریس په بریدونو کې د وژل شویو په یاد د ګلونو ګېډې کېښودې.
د امریکا په واشنګټن ډي سي کې هم خلکو د پاریس په بریدونو کې د وژل شویو په یاد د ګلونو ګېډې کېښودې.

ښاغلي مولینس وویل چې برید کوونکي درې ډلې وې، چې په اړه يې پلټنې روانې دې.

د فرانسې څارنوال وویل چې بریدګرو د وي ډبلیو په تور ګاډي کې راغلي وو. اووه بریدګر هم وژل شوي دي.

د فرانسې په بریدونو کې د وژل شویو په یاده یوه لنډه ویډيو.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

برید کوونکو اتوماتیکې وسلې او په ځانمرګو بریدونو کې کارېدوونکي واسکټونه استعمال کړي دي.

د داعش اورپکې ډلې نن په یوې اعلاميې ویلي چې دا بریدونه يې د هغو هوايي بمباریو په ځواب کې کړي دي چې د دغې ډلې پر ضد کیږي.

په فرانسې او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې د پاریس په بریدونو کې د وژل شویو په یاد شمعې بلې شوې.
په فرانسې او د نړۍ په یو شمېر نورو سیمو کې د پاریس په بریدونو کې د وژل شویو په یاد شمعې بلې شوې.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې دا بریدونه له فرانسې د باندې پلان شوي وو او ويې ویل چې فرانسه به پر دغه بربریت لاس برې کیږي.

ښاغلي اولاند د دریو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.

په فرانسې کې د دریو ورځو ملي ماتم د شنبې په ورځ پیل شو.
په فرانسې کې د دریو ورځو ملي ماتم د شنبې په ورځ پیل شو.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف دا بریدونه دردونکی جنایت بللی دی.

جمهوررئیس غني ویلي، نړیواله ترهګري په ټوله نړۍ کې نه بخښونکو جنایتونو او د خلکو بې رحمانه وژنې ته دوام ورکوي او د پاریس د خلکو بې رحمانه وژنه دا ښیي، چې ترهګر سرحد نه پېژني او د ټول بشریت دښمنان دي.

د جمهوري ریاست په اعلامي کې ویل شوي " د افغانستان خلک له زیاتو کلونو راهیسې له بل هر هېواد څخهزیات د ترهګري قربانیان دي او د فرانسې د خلکو درد احساسوي او د قربانیانو کورنیو سره په دغه غم او ویر کې ځان شریک بولي. په دغه لیک کې راځي، چې د افغانستان خلک په دغه سخته ورځ د فرانسې د خلکو ترڅنګ ولاړ دي".

په فرانسې زرګونه پوځ او پولیس په لارو او کوڅو کې د امنیت ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
په فرانسې زرګونه پوځ او پولیس په لارو او کوڅو کې د امنیت ساتلو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن د شنبې په ورځ په کابل کې د فرانسې سفارت لاړ او د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب یې د پاریس د تیرې ورځې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

اجرائیه رئیس ویلي چې ترورستان سرحد، قوم او دین نه لري تل د ویري د اچولو په لټه کې دي.

XS
SM
MD
LG