د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کابینې غونډې الکترونیکي کیږي


د جمهور رئیس غني په مشرۍ د افغانستان د کابینې یوه غونډه

د افغانستان حکومت غواړي چې الکترونیکي اجراات د کاغذي بیروکراسۍ ځای ونیسي.

د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د کابینې غونډې او د هغه اړوند اجراات الکترونیکي کړي. ددې کار لپاره د چارو د ادارې عمومي ریاست د حکومت کابینې ته د " دندو مدیریت" یاTasks Management سیستم معرفي کړ چې د جمهوري ریاست د یوې خبر پاڼې په وینا د کابینې له لورې تائید شو.

د ستراتیژیکو اړیکو او رسنیو په چارو کې د جمهوري ریاست د عمومي ریاست مرستیال محمد هارون چخانسوري ویلي دي چې ددې سیستم عمده هدف "د کابینې د غونډو، وزارتونو او دولتي ادارو ته د ورکړل شویو دندو توحید او انسجام، د اجرااتو لپاره وزارتونو او دولتي ادارو ته د هغې وړاندې کول او د وړاندې شویو وظایفو په اړه د اجرااتو الکترونیکي کول دي چې د دولتي بنسټونو له خوا د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کیږي".

ښاغلي چخانسوري همداشان ویلي دي چې ددې سیستم بنسټ د کابینې د تصمیمونو او د جمهور رئیس د هدایاتو په اړه معلومات منسجم کیږي او وزارتونو ته د اجرااتو لپاره استول کیږي.

مقامات وایي چې دغه اقدام به د دولتي ادارو د وخت د ضایع کیدو د مخنیوي او د هغوی ترمنځ د لا هم آهنگۍ د رامنځ ته کولو تر څنگ د دولتي ادارو کارونه چټک کړي.

د الکترونیکي حکومتدارۍ لپاره اقدام په داسې حال کې نیول کیږي چې د افغانستان د نفوس یواځې ۴٣ فیصده بریښنا ته لاس رسی لري. افغانسیتان همداشان د سایبري مصونیت ډیر لږ ظرفیت او امکانات لري.

XS
SM
MD
LG