د لاس رسي وړ اتصالات

د کابلبانک د پوړوي شریک د آزادۍ په اړه غبرگونونه


فیروزي د کابل بانک د پانگې د اختلاس په تور په لس کاله بند محکوم شوی دی.
فیروزي د کابل بانک د پانگې د اختلاس په تور په لس کاله بند محکوم شوی دی.

له زندان څخه د خلیل الله فیروزي خوشې کیدل او هغه ته د سمارت سیټي په نامه د ښارگوټي د جوړولو قراداد ورکولو باندې سختې نیوکې شوې دي.

خو د افغانستان د ښاري چارو وزیر سید سعادت منصور نادري وايي، د کابل بانک پخوانی شریک خلیل الله فیروزي نه دی خوشې شوی بلکې د ملي امنیت د ریاست تر مراقبت لاندې دی.

د ښار جوړونې وزیر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپل سل ورځني کار په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د کابلبانک په قضیه کې ښکیل ټول کسان د ملي امنیت ریاست تر مراقبت لاندې دي.

تیره ورځ د کابل بانک پخواني شریک خلیل الله فیروزي د ښار جوړونې له وزارت سره د سمارټ سیټي په نوم د خصوصي ښارگوټي د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي د تړون د لاسیکولو پر مهال وویل، ولسمشر غني داسې حکم صادر کړی، چې د کابل بانک د فساد د قضيي ښکیل او زنداني شریکان خوشې شي، ترڅو پانګونې وکړي او له خپلو پانګونو نه د بانک پورونه ادا کړي.

خو د ښار جوړونې وزیر وايي خلیل الله فیروزي خوشې شوی نه دی او له هغه سره د ښارګوټي د جوړولو تړون د دې لپاره لاسلیک شوی چې ژر تر ژره د کابلبانک پور بیرته ادا کړي.

د کابل بانک د قضیې د استیناف ځانګړې محکمې نږدې یو کال مخکې د دې بانک دوه اصلي تورنو خلیل الله فیروزي او شیرخان فرنود ته د ۱۵ کلونو تنفیذي بند سزا واوروله او دغه راز، دواړه یې د سلګونو میلونو ډالرو د اختلاس په تور نقدي جریمه کړل.

دغې محکمې خلیل الله فیروزي نږدې ۳۲۵ میلیون ډالر پوروړی ثابت کړی وو.

د اداري فساد سره د مبارزې د ارزیابۍ او څارنې د خپلواکې کمیټې رئیس راشد بهروز د اندیښنې په څرگندولو سره د حکومت دغه اقدام له قانون څخه په فساد باندې د یو ککړ شخص یو ډول معافیت وگاڼ]. هغه د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ښاغلی فیروزي د یوې معاملې په ترڅ کې له بند نه آزاد شوی دی او د سمارت سیټي د جوړولو تړون ورکړل شوی دی.

ښاغلی بهروز وایي حکومت ستره سهوه کړې او داسې معامله یې کړې چې د نړۍ په هیڅ یو ځای کې یې مثال نه لیدل کیږي. هغه وایي چې فیروزي خپل اعتبار ډیر خراب کړی دی او نه شي کولای چې د خلکو باور ترلاسه کړي. د ښاغلي بهروز په باور د فیروزي سره تړون د لاسلیک کولو پرځای باید د هغه جایدادونه او پانگه ضبط شوی وای او پرې د هغه پورونه ورکړل شوی وای.

څوک باید ځواب ووایي؟

ددې نیوکو په ځواب کې د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي نن په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دې اړه د ځواب ویلو مسؤلیت د ښاري چارو د وزیر سید سعادت نادري، د ښه حکومتدارۍ په چارو کې د جمهور رئیس ځانگړي استازي احمد ضیا مسعود، او د جمهور رئیس د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي په غاړه دی.

خو ښاغلي هاشمي وویل چې د کابلبانک د ورکو شویو پانگو د حاصلولو او د هغو کسانو د تعقیب په اړه چې ددې بانک پانگه یې لوټ کړې د حکومت ژمنه پر ځای ده.

په دې ترڅ کې د ښاري چارو وزیر سید سعادت منصور نادري په یو خبري ناسته کې وویل چې خلیل الله فیروزي په سمارت سیټي کې پانگونه نه کوي بلکې د هغه په وینا خپله ځمکه د پانگونې په مقصد د ښاري چارو وزارت ته ورکوي.

ښاغلي نادري وویل چې ددې کار هدف دادی چې ښاغلی فیروزي خپل پورونه ادا کړای شي او د هغه په وینا د ښاري چارو وزارت به ددې پروژې څارنه وکړي. هغه هم وویل چې خلیل الله فیروزي اوس هم تر څارنې لاندې دی او یواځې د چارشنبې په ورځ د قرارداد د لاس لیک کولو لپاره یې په مراسمو گډون کړی و.

دا په داسې حال کې دي چې د ښه حکومتدارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانگړي استازي احمد ضیاء مسعود د چارشنبې په ورځ د سمارت سیټي د ښارگوټي د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې ښاغلی فیروزي ددې ښارگوټي یو له سترو پانگه اچوونکو څخه دی چې د هغه په ٦٨ جریبه ځمکه کې دا ښار گوټی د راتلوونکو څلورو کلونو په ترڅ کې جوړیږي.

د کابل بانک کړکیچ په ۲۰۱۰ میلادی کال کې رامنځ ته شو او حکومت ددې بانک د ژغورلو او د تاوان د جبران لپاره چې سهم لرونکي یې عاملین وگڼل شول ۹۰۰ میلیونه ډالر ورکړل. اوس حکومت هڅه کوي چې د هرې ممکنې لارې څخه د کابل بانک ورکې شوې پانگې له پوروړو څخه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG