د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان پوځ سره د امریکا د هوايي ملاتړ په اړه د افغان حکومت غبرګون


جنرال مککنزي ویلي دي چې د عسکرو تر وتلو روسته به افغان ځواکونو سره هوايي مرستې نه وي
جنرال مککنزي ویلي دي چې د عسکرو تر وتلو روسته به افغان ځواکونو سره هوايي مرستې نه وي

د افغانستان دفاع وزارت د امریکايي قواو د مرکزي قوماندانۍ د مشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې افغان ځواکونه اوس ټول عملیات په خپله پلانوي او ترسره کوي.

د امریکايي قواو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان جنرال مککینزي ویلي چې متحده ایالات له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو له وتلو وروسته له افغان امنیتي او دفاعي ځوکونو څخه د جګړې په مهال هوايي ملاتړ نه کوي.

خو جنرال مککنیزې امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې تائيد کړې چې له افغان ځواکونو سره به د مجازي سلا مشورې او د هغوی د پوځي تجهیزاتو د ترمیم په برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دغو څرګندونو په غبرګون کې امریکا غږ ته وویل: "همدا اوس چې موږ تاسې سره غږېږو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپله عملیاتي پلانونه طرح او عملي کوي، د جګړې په ډګرونو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې هېڅ بهرنی نظامي حضور نه لري، دوی د هوايي عملیاتو په ګډون په خپلواکه توګه ټول عملیات پلانوي او بیا یې اجرا کوي".

تېره اونۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې پنټاګون د اجازې په غوښتلو غور کوي، چې که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل او یا کوم بل لوی ښار د طالبانو لاس ته د لویدو له ګواښ سره مخ شي، دوی افغان ځواکونو سره هوايي مرسته وکړي.

خو ښاغلي مککنزي ویلي چې د ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد عملیات هم محدودیږي او بریدونه به یوازې هغه وخت کیږي چې په امریکا او متحدینو باندې له پلان شویو حملو څخه خبر شي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل: "له شک پرته چې د امریکا همکاري او مرسته په ټوله کې په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یو د پام وړ او اغیزناک کار دی. د افغانستان دفاع وزارت د نړیوالې تولنۍ په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو له همکاریو څخه هرکلی کوي او موږ تل له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا د متحده ایالاتو د همکاریو منندوی یو."

خو د نظامي چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د دولت د وسلهوالو مخالفنیو په وړاندې په خپلواکه توګه عملیات کړي او لا هم دغو عملیاتو په یوازې سر دوام ورکوي.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ بشپړتیا د کمېسیون غړي ابرارالله مراد امریکا غږ ته وویل، چې متحده ایالات خپلو ګټو ته په پاملرنې د افغانستان د مسلې په تړاو پریکړې کوي.

همداشان د نظامي چارو کارپوه سرور نیازي امریکا غږ ته وویل چې د متحده ایالاتو د چارواکو څرګندونې او عملي اقدامات یو شان نه دي او اوس په دې هڅه کې دي ترڅو په افغانستان کې خپل هدف ته د رسېدلو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یو انتخاب وکړي.

له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن هم د متحده ایالاتو د کانګرس استماعیه غونډې ته ویلي و چې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو پروسې له بشپړېدو وروسته به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه هوايي ملاتړ ډېر سخت کار وي.

XS
SM
MD
LG