د لاس رسي وړ اتصالات

آیا د افغانستان ځانګړي ځواکونه به په قطر کې روزل کیږي؟


د افغانستان ځانګړي ځواکونه
د افغانستان ځانګړي ځواکونه

د ناټو ځینو چارواکو ویلي دي‌ چې د قطر له حکومت څخه یې غوښتي دي‌ چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته دې افغان ځانګړو ځواکونو لپاره د روزنیز مرکز جوړولو زمینه برابره کړي.

د لویدیځ یو چارواکي ویلي دي: «په خبرو بوخت یو چې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره په قطر کې یو مرکز جوړ کړو.»

دریو غربي چارواکو، چې هېوادونه یې د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي، د نومونو نه خپرېدو په شرط یې رویټرز خبري اژانس ته دا معلومات ورکړي دي.

یو چارواکي چې په واشنګټن ډي سي کې اوسیږي، ویلي دي: «موږ دا وړاندیز کړی دی خو وروستۍ پرېکړه به قطر کوي چې ناټو یې له خاورې څخه د افغان ځانګړو ځواکونو د روزنې لپاره کار اخیستلای شي که نه؟»

یو دپلومات چې په کابل کې دی هم رویټرز ته ویلي دي‌ چې په قطر کې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د روزنې پر پروګرام، چې د څلورو او شپږو اونیو ترمنځ وي، خبرې روانې دي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ نن دوشنبه جون ۱۴(غبرګولي۲۴) په بروګسل کې په خپلو خبرو کې له افغانستان څخه د باندې د افغان ځواکونو د روزنې مسئلې ته اشاره وکړه.

هغه وویل: «زموږ ټول متحدین په دې اتفاق دي چې د افغانستان امنیتي‌ ځواکونو سره به مالي مرستې روانې ساتو. همدغه راز له افغانستان څخه د باندې د افغان ځواکونو د روزنې په اړه هم هلې ځلې کوو.»

لویدیځو چارواکو ویلي دي چې امریکا، بریتانیا او ترکیه امادګي ښودلې چې ځانګړي افغان ځواکونه به په قطر کې وروزل شي. مګر تر دې دمه د افغانستان او قطر حکومتونو او د ناټو مشرانو په دې اړه کومه رسمي خبره نه ده کړې.

قطر له تېرو څو کلونو راهېسې د افغانستان په مسئلې کې دخیل دی.

د طالبانو دفتر هم په قطر کې دی. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هم په قطر کې لاسلیک شوي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالب استازو خبرې هم په قطر کې کیږي.

XS
SM
MD
LG