د لاس رسي وړ اتصالات

مککنزي: د عسکرو له وتلو وروسته به افغان ځواکونو سره هوايي مرستې نه کیږي 


د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي‌ قوماندې مشر جنرال فرانک مککنزي
د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي‌ قوماندې مشر جنرال فرانک مککنزي

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندې مشر جنرال فرانک مککنزي وايي چې له افغانستان څخه به د عسکرو د بشپړه وتلو وروسته امریکا له افغان ځواکونو سره هوايي مرستې نکوي.

ښاغلي مککنزي امریکا غږ ته په یوې ځانګړې کې مرکې کې ویلي چې د ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد عملیات هم محدودیږي او بریدونه به یوازې هغه وخت کیږي چې په امریکا او متحدینو باندې له پلان شویو حملو خبر شي.

نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د عسکرو تر بشپړ وتلو وروسته که موږ «خبر شو چې څوک په امریکا، د امریکا په ایتلافیانو او متحدینو باندې برید کول غواړي، موږ به هوايي برید کوو او همدا به په افغانستان کې (له وتلو وروسته) زموږ د هر برید دلیل وي».

تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور خپور کړی و چې پنټاګون د اجازې په غوښتلو غور کوي، چې که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل او یا کوم بل لوی ښار د طالبانو لاس ته د لویدو له خطر سره مخامخ شي، دوی افغان ځواکونو سره هوايي مرسته وکړي.

خو ښاغلي مککنزي دا هم خبره وکړه چې له افغان ځواکونو سره به مجازي مشورې او د هغوی د وسایلو د ترمیم په برخو کې مرستې کیږي او د پوځي وسایلو پرزې به د جوړولو لپاره افغانستان ته وړل کیږي او راوړل کیږي. له شک پرته چې دا کار به د وسایلو د ترمیم بهیر ټکنی کوي او ورسره به له افغان ځواکونو سره ډېرې هوايي مرستې نه کیږي. ښاغلي مکنزي په دې اړه وویل: «خطر به ډېر لوی وي، ډېر لوی.»

د امریکا ولسمشر جوبایډن د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه د عسکر د ایستلو بهیر پیل کړی او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې بشپړ شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندي مشر جنرا فرانک مکنزي له افغانستان څخه د عسکر د ایستلو بهیر یوه لویه پېښه ګڼي چې د هغه قومنداني، د امریکا د ترانسپورت قومانداني او ډېرې نورې سرچینې یې بوختې کړي‌ دي.

په امریکا کې ځينې پوځي کارپوهان او پخواني جنرالان اندېښنه لري چې د افغانستان یوازې پرېښودل به په هغه هېواد کې د شلو کلونو لاس ته راوړنې په سیند لاهو کړي او دا هېواد به یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په ښه امن ځای بدل شي.

XS
SM
MD
LG