د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې افغان مدني فعالان د طالبانو پر خلاف د پرلت خیمه دروي


Afghanistan Protest
Afghanistan Protest

په جرمني کې میشت یو شمیر افغان مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړي د جمعې په ورځ سپتمبر اول ( وږي لسم) په افغانستان کې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د چلند په غبرګون کې د پرلت خیمه دروي او د نه خوړو اعتصاب نیت لري.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو دغو فعالانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د تیرو دوو کلنو راهیسې د افغانستان خلک د شکنجې او د تاوتریخوالي سره مخ دي او ښځې د هغوی د جنسیت پر اساس د انساني حقونو څخه محرومې شوې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ټول یوځای او یو غږ شو ترڅو افغانستان چې د جنسیتي تبعیض سره مخ دی، جنسیتي تبعض په رسمیت وپیژندل شي. باید ددغو جنایتونو پر وړاندې رسمي او قوي اقدام ترسره شي".

ددغه اعتراض یوې ګډونوالې عاطفه حسیني امریکا غږ ته وویل، چې دا اعتصاب د جمعې د ورځې له غرمې وروسته پیلیږي او د سپټمبر په ۱۲ به د ښځو او سړیو په پراخه ګډون پای ته رسیږي.

میرمن حسیني وايي، چې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره یې د افغانستان په دننه کې ډیرې اعتراضي غونډې او لاریونونه کړي دي، خو نړۍ یوازې دا لاریونونه کتلي دی او هم طالبانو نه دا چې د هغوی اعتراضونو ته یې پام نه دی کړی بلکې ښځې او نجونې یې نیولي او په زندانونو کې اچولي او شکنجه کړي دي.

میرمن حسیني وویل: "هغوی ( ښځې) په تبعید کې هم کوښښ کوي، چې د طالبانو د حکومت او طالبان چې پر ښځو باندې کوم ظلم کوي خپل غږ اوچت کړي او په افغانستان کې د خپلو همجنسانو لپاره د حق غوښتنه وکړي".

په دغه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي، چې طالبانو سره دې مالي مرستې بندې او بهر ته د طالبانو د چارواکو د سفر مخه ونیسي. دغو اعتراض کوونکو پرته د هر ډول قید او شرط څخه د طالبانو له بند څخه د ټولو سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه هم کړې ده.

په نړۍ کې د ادیانو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو کمېسیون په خپل تازه راپور کې، چې د اګست ۳۰ ( وږي اتم) خپور شوی ویلي دي چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو تر ۵۰ فیصده زیات فرمانونه په ښځو د محدودیتونود لګولو په اړه دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی او د واک ترلاسه کولو سره سم یې ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز لګولی او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې یې ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو منع کړې او هم یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګوه.

طالبانو له وړاندې روغتیا او پوهنې د سکټور پرته په نورو دولتي ادارو کې د ښځو په کار د خپلې واکمنۍ د پیل څخه بندیز لګولی دی.

طالبانو د روان کال د اپریل په لومړیو کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د افغان میرمنو په کار بندیز ولګوه. طالبانو ددې سربیره د ژوند په مختلفو برخو کې د ښځو په کار او مشارکت باندې بندیزونه لګولي دي. طالبانو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه هم بند کړل او تیره اونۍ یې په یو تازه اقدام کې ښخې د بامیان په ولایت کې بند امیر ته د تللو څخه هم منع کړې.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا ډول کړنې د ښځو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض بللی دی. نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي که نړیوال مشروعیت غواړي نو باید د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

خو طالبان ادعا کوي، چې د شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د زده کړو د بندیز پریکړه دایمي پریکړه نه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG