د لاس رسي وړ اتصالات

مدني فعالانو په یو لیک کې د مطیع الله ویسا خوشې کیدو غوښتنه کړې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان په دننه او بهر کې د مدني ټولني او د بشري حقونو یو شمیر افغان فعالانو د طالبانو له خوا د "قلم لار" د ټولنې مشر او د نجونو د زده کړو ملاتړي مطیع الله ویسا په خپلسر نیولو او په بند کې په ساتلو باندې اندیښنه ښودلې او د هغه د ژر خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

دغو فعالانو په یو لیک کې ویلي، چې د څلورو میاشتو په تیریدو لا هم مطیع الله ویسا د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

په دغه لیک کې افغان فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو ټینګار کړی، چې د طالبانو له خوا د اوږدې مودې لپاره په بند کې د مطیع الله ویسا په ساتلو او د هغه د روغتیا په اړه په جدي ډول اندیښنه لري او دا ځکه چې ددغو فعالانو د وینا له مخې په بند کې د مطیع الله ویسا د شکنجې او ناسم چلند په اړه ادعاوې شتون لري.

په دې لیک کې د نړیوالې ټولنې غوښتل شوي: "په طالبانو باندې فشار راوړئ ترڅو پرته د کوم قید او شرط څخه ښاغلی ویسا او د مدني ټولنې نور فعالان او خبریالان چې د خپلو وظایفو د ترسره کولو پر مهال د طالبانو له خوا په غیر قانوني ډول نیول شوي ژرتر ژره خوشې کړي".

دغو فعالانو همدارنګه د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې طالبانو سره دې خپل ټول دپلوماتیک تعاملات وځنډوي او د مطیع الله ویسا او د بشري حقونو، مدني ټولنې او خبریالانو تر خوشې کیدو پورې دې خپلې دپلوماتیکي اړیکې تر ټیټې کچې د مامورینوپورې هم وخنډوي.

په دې لیک کې د نړۍ بانفوذو شخصیتونو په ځانګړي ډول مرسته کوونکو هیوادونو او اسلامي هیوادونو څخه هم غوښتل شوي، چې که چیرې طالبان خپلو ژمنو ته پابند نه اوسي دا ډاډ دې ترلاسه کړي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د ممنوعیت او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړلو په ګډون هغوی د خپلو کړنوعواقبو سره مخ شي.

دغو فعالانو په خپل لیک کې د ملګروملتونو عمومي منشي، د قطر صدراعظم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرو د اروپايي کمیسیون د رئیس ‎، د اروپايي پارلمان رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس، د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د رئیس ، افغانستان لپاره ددغې شورا راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې نومونو ته ځای ورکړی دی.

د افغان مدني فعالانو ددغې غوښتني دمخه د هالیود د سینما مشهورې فلمي لوبغاړې اود او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ښه نیت پخوانۍ سفیرې انجیلا جولي هم تیره اونۍ "د قلم لار" ټولنې د مشر او د نجونو د تعلیم ملاتړي مطیع الله ویسا ته، یو لیک لیکلی او ویلي یې وو، چې د ښاغلي ویسا د خوشې کیدو په هڅو کې له نورو فعالانو سره شریکه شوې ده.

انجلینا، په خپل لیک کې مطیع الله ویسا ته په خطاب کې لیکلي: "زه هم د افغانستان د نورو دوستانو په څیر ستا د نیول کېدو او زنداني کېدو خبر په حیرانۍ سره تعقیب کړ."

مېرمن جولي، چې یوه بشري فعاله هم ده، د ویسا د کار په ستاینه کې لیکلي: "زه پوهیږم چې تاسو د خپل ژوند له یوې لسیزې څخه زیاته برخه د افغان ماشومانو سره په مرستې په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې د کتابونو او وسایلو د لاسرسي او ښوونځیو ته د تګ فرصتونو ته وقف کړې ده."

د هالیووډ دغه مشهورې ستورې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د مطیع الله ویسا د عکسونو په شریکولو سره لیکلي: "هغه یو له هغو افغان نارینه وو څخه دی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع کوي."
جولي زیاته کړې ده: "هغه (ویسا) د طالبانو د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې نجونې یې ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي. اوس هغه په زندان کې دی. ما نن د هغې په ملاتړ یو لیک ولیکه."

انجلینا جولي په خپل لیک کې لیکلي: "زه هم ستاسو په څیر هیله منه یم، هغه ورځ به راشي چې هر افغان ماشوم ښوونځي، کالج یا پوهنتون ته ولاړ شي او د یو سوله ییز افغانستان لپاره په ازاده توګه ونډه واخلي."

مطیع الله ویسا او ورور یې عطاالله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د «قلم لار» موسسه جوړه کړه او د دغې موسسې د فعالیت ډېره برخه د پوهنې پر سکتور متمرکزه ده.

مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشحال خان مینې په سیمه کې د «ویس قرني» له جومات څخه خپل کور ته د راستنیدو پر مهال د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته د قلم لارې ټولنې د مشر نیول کېدل تائید کړل. نوموړي د امریکاغږ حایل خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو: "د ویسا په نوم شخص خپلسرې کړنې لرلې، د نظام له خبرولو پرته یې پټې او ښکاره ناستې پیل کړې وې. له بهر سره یې اړیکې درلودې او له بهر څخه یې اوامر اخیستل."

د طالبانو د حکومت ویاند همداشان تور ولګاوه چې ویسا د "نظام پر ضد کار کاوه او باید د پلټنو لپاره احضار شوی وای.
د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاالله ویسا د مارچ په ۲۹ (۹حمل) له امریکا غږ سره په مرکه کې پر خپل ورور د طالبانو لګیدلي تورونه رد کړل او ویې ویل چې دا تورونه موجه نه دي.

د «قلم لار» ټولنه یوه مدني موسسه ده چې د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا، په دغه سازمان کې ۳۰۰۰ رضاکاران په افغانستان کې د زده کړو حق ته وده ورکوي او ویسا هم د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو لپاره له خپلو حقونو څخه کار اخیستی.

مېرمن جولي په خپل لیک کې ویلي: "که څه هم موږ تر اوسه سره نه دي لیدلي، خو هیله لرم چې ژر به سره ووینم. زه یو ځل بیا کابل ته د تګ هیله لرم او له تاسو، ستاسو له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره چې د بریا د ترلاسه کولو لپاره د ماشومانو ملاتړ ته ژمن یاست، سره کښینو."

اغلې جولي زیاته کړه: "زه له ټولو هغو کسانو سره یوځای کیږم چې ستاسو ازادي غواړي، تر څو تاسو وکړای شئ خپل مهم کار ته دوام ورکړئ او د نجونو لپاره ټول تعلیمي محدودیتونه لیرې شي."

هغې ويسا ته په خطاب کې وويل چې هغه هير شوی نه دی او له هرې تورې شپې وروسته به يو روښانه سهار وي.

انجلینا جولي تر دې مخکې هم په خپل انسټاګرام کې د افغانستان وضعیت او د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته د نړیوالو د پاملرنې د جلبولو لپاره څو پوسټونه خپاره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG