د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو عمومي غونډه: افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتنه وشوه


د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال د سیمې او د افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادونو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو غوښتنه وکړه.

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د سه شنبې په ورځ‌۲۱ سپتمبر (۳۰ وږي) په دغې غونډې کې وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د ایستلو پریکړه افغانستان لپاره د پام وړ حیاتي نقطه رامنځ ته کړه.

د قطر امیر د تیرو کلونو د لاسته راوړنو څخه ساتنې او په خپلو وعدو باندې د طالبانو پر پابندۍ تاکید وکړ. هغه وویل‌: همداراز طالبانو سره په خبرو اترو باندې تاکید کوو ځکه چې د هغوي تحریم کول به غبرګونونه وځیږوي، خبرې اترې مثبتې پایلې لري.. د افغانستان بحث د کامیابۍ او ناکامۍ بحث نه دی.

قطر په تیرو څو کلونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ‌ د خبرو اترو کوربتون وکړ چې په پایله کې یې د دواړو ډلو ترمنځ‌ یو هوکړه لیک امضا شو او دې وروستیو کې یې له افغانستان سره د سیاسي او بشري مرستو په برخه کې عمده رول لوبولی دی.

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان هم د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل: د سیاسي بهیر نه که تیر شو، افغانستان دا مهال د نړیوالې ټولنې مرستې او یووالي ته اړتیا لري. هیله لرم چې افغانستان کې ژر سوله، ثبات او امنیت رامنځته شي او افغانان د هوساینې ساه واخلي.

سره له دې چې ترکیه له افغانستان سره کومه پوله نلري خو د ایران او‌‌پاکستان له لارې د افغانو کډوالو ورتګ ته اندیښمنه ده.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري د اټکل په اساس شاوخوا ۷۸۰ زره کډوال په رسمي توګه ثبت شوي دي او شاوخوا دوه میلیون نور بې اسناده افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

د ایران ولسمشر، ابراهیم رییسي په خپلې ثبت شوې ویډیو کې د افغانستان وروستیو پيښو ته په اشارې وویل: که افغانستان کې جوړیدونکي حکومت کې ټول قومونه د مشارکت له لارې د دغه هیواد په ادارې کې برخه وانخلي، افغانستان ته به هیڅکله امنیت او ثبات ستون نه شي.

د افغانستان شمالي ګاونډیو هیوادونو هم په افغانستان کې د امنیت په شتون تاکید وکړ او ویې ویل چې له د افغانانو مهاجرت به سیمه کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ سربیره نورو هیوادونو ته د اسلامي افراطګرایانه افکارو په لیږد کې مرسته وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وویل چې د ملګرو ملتونو نفود او غږ باید د نورو ټولو وختونو څخه نن سبا په افغانستان کې رسا اوسي.

هغه همداراز د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام په اړه وویل چې په دې وروستیو کې د افغان ازبک پوله بیا پرانستل شوې او لومړنيو او اساسي موادو سربیره د نفتي محصولات لیږد هم بیا له سره بیل شوی. هغه زیاته کړه چې له ازبکستان څخه د بریښنا لیږد هم په خپل ځای دی.

د قرغیزستان ولسمشر، سدیر جپاروف هم په افغانستان کې د ټولنیز ثبات او سیاسي نظم فوري تامین باندې تاکید وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د قرغیز لګکیو لپاره ۵۰۰ تحصیلي بورسیې هم وړاندې کوي.

د نړۍ مشرانو په داسې حال کې د ملګرو ملتونو په عمومي سازمان کې په افغانستان کې پر سولې او ثبات تاکید کړی چې تر اوسه معلومه نه ده چې د افغانستان په استازیتوب به دغې غونډې ته څوک خبرې کوي. غلام محمد اسحاقزی چې د محمد اشرف غني د حکومت لخوا ټاکل شوی و او که د طالبانو استازی؟

XS
SM
MD
LG