د لاس رسي وړ اتصالات

د ډالرو په وړاندې د افغانیو په بې ساري ډول راټیټېدل


په شهزاده سرای کې افغان لاسي صرفان
په شهزاده سرای کې افغان لاسي صرفان

په کابل کې د شهزاده سرای د معلوماتو په اساس نن سه شنبه نومبر ۲۳ (لېندۍ ۲) یو امریکايي ډالر د افغانۍ په مقابل کې ۹۵ افغانیو ته پورته شوو.

شهزاده سرای چې شېبه شېبه د افغانیو په مقابل کې د ډالرو بیې خپروې نن تر ماسپښين وروسته یې وویل چې یو امریکايي ډالر د افغانیو په مقابل کې ۹۵ افغانۍ کیږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانۍ د ډالرو په مقابل کې خپل تر ټولو ټيټي کچې ته راټيټیږي.

د افغانستان بانک تیره اونۍ وویل چې د دغه هیواد د بانکي نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت ته را وګرځي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې به د افغانیو «ثبات» وساتل شي.

د افغانستان بانک په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه تر ټولو ټيټي کچې ته رسېدلې ده.

یاد بانک د نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په خپل ټویټر کې لیکلي و چې د پولي سیاست تطبیق ته ژمن دي او په دې برخه کې یې یو لړ ګامونه هم پورته کړي.

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د یادو هڅو په لړ کې به سبا سې شنبه اسعار لیلام کړي.

دا په داسې حال کېده چې د طالبانو د مالیې وزارت وویل چې د تیرې درې میاشتو په ۷۸ کاري ورځو کې ۲۶.۹۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

یاد وزارت د ورځې په تېرېدو سره د خپلو عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی و او زیاته کړې وه چې یوازې د تیرې چهارشنبې په ورځ ۵۵۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

بلخوا ملګرو ملتونو تیره ورځ خبرداری ورکړی که له افغانستان سره مرستې ونشي، بانکي نظام به یې وپاشل شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکي نظام د سقوط د مخنیوي لپاره د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی چې د خلکو ناتواني، چې خپل پورونه نشي ورکولای، له بانکونو ډېرې پېسې اېستلای نشي او د نقدو پېسو کموالی به په څو میاشتو کې مالي نظام سقوط کړي.

له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو بندېدل، په کور دننه د بېکارۍ د کچې لوړېدل،د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه څه بلل شوي چې له امله یې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG