د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان بانک د افغانیو د ثبات لپاره ۱۰ میلیونه ډالر لیلاموي


عکس(طالب چارواکي په افغانستان بانک کې)
عکس(طالب چارواکي په افغانستان بانک کې)

د افغانستان بانک وايي د دغه هیواد د بانکي نظام فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت ته را وګرځي او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو «ثبات» به وساتل شي.

د افغانستان بانک په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه تر ټولو ټيټي کچې ته رسېدلې ده.

یاد بانک نن دوشنبه نومبر ۱۵ (لړم ۲۴) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د پولي سیاست تطبیق ته ژمن دي او په دې برخه کې یې یو لړ ګامونه هم پورته کړي.

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د یادو هڅو په لړ کې به سبا سې شنبه اسعار لیلام کړي.

په همدې مهال باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې ټاکل شوې سبا د افغانستان بانک ۱۰ میلیون ډالر په بازار کې وپلوري.

د افغانستان بانک د یاد کار هدف د اسعارو په بازار کې د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ثابت پاتې کېدل بللي دي.

د راپورونو په اساس په روانه اونۍ کې یو امریکايي ډالر په افغانستان کې شاوخوا ۹۳ افغانیو ته رسېدلی و.

د شهزاده سرای د صرافانو د معلوماتو په اساس نن دوشنبه د کابل په بازارونو کې یو امریکايي ۹۲.۸۵ افغانۍ کېده.

له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو بندېدل، په کور دننه د بېکارۍ د کچې لوړېدل،د بیو لوړېدل، د وارداتو او صادراتو ټکني کېدل او د ډالرو کمېدل هغه څه بلل شوي چې له امله یې افغانۍ د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول ډالرو په وړاندې راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG