د لاس رسي وړ اتصالات

په ۲۰۲۲ کال کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۲۶۰ پیښې ثبت شوي – راپور


ارشیف
ارشیف

د افغان خبریالانو دوو ملاتړو ادارو په جلا جلا راپورونو کې ۲۰۲۲ میلادي کال د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره د یو بل سخت کال په توګه یاد کړی او ویلي دي، چې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې کاري فضا په بې ساري ډول تنګه شوې ده .

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو راپور کې چې د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۳۰ ( مرغومی نهم ) یې خپور کړی ویلي، چې دغه مرکز په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې، چې نن یې وروستۍ ورځ ده د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۰ پیښې ثبت کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اکست د میاشتې د سیاسي بدلون وروسته د رسنیو ازادي په چټک ډول د محوه کیدو په حال کې ده او په رسنیو کې تر ډیره ښځینه خبریالانې او کارکوونکې څنډې ته شوي دي.

دغه مرکز ویلي "په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۰ پیښې ثبت شوي، چې په کې ګواښونه، د خبریالانو نیول او د تاوتریخوالي ډک چلند اړوند پیښې شاملې دي. دا د ۲۰۲۱ میلادي کال پرتله شاوخوا ۱۳۸ فیصده زیاتوالی ښيي. ددې راپور موندنې ښيي، چې د څو پیښو پرته نورې ټولې پیښې د طالبانو د ادارو او یا هغوی ته د منسوبو کسانو له خوا ترسره شوي دي".

ددغه راپور له مخې په روان کال کې تراوسه د هیڅ خبریال یا د رسنۍ د کارکوونکي د وژل کیدو پیښه نه ده ثبت شوې. ددغه راپور پر اساس په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال کې افغانستان کې اتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په امنیتي پیښو کې ژوند له لاسه ورکړی و.

تیر۲۰۲۱ میلادي کال کې دغه مرکز په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۹ پیښې ثبت کړې وې.

د روان کال په ثبت شوو پیښو کې ۱۱۹ پیښې د لنډې مودې د توقیف چې د یو ساعت څخه تر څو ساعتونو، څو ورځو او څو میاشتو پورې د نیولو پیښې په کې شاملې دي، چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور پر اساس تر ډیره د نیول شوو خبریالانو پر وړاندې د نیولو او توقیف پر مهال فزیکي تاوتریخوالي، توهین او تحقیر هم په کې شامل و.

ددغه راپور له مخې ۵۸ پیښې په کابل، ۱۱ په کندهار، ۱۱ په پکتیا، ۷ په غزني، ۶ په فاریاب، ۳ په هرات، ۳ سمنګان، ۲ په بامیان، ۲ په پروان، ۲ په ارزګان، ۲ په لوګر او ۲ په غور ولایت کې پیښې شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي "د نیول شوو خبریالانو له ډلې لږ تر لږه درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، چې د نوروز راډیو پخوانی ویاند خالد قادري د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له میاشتې راهیسې په هرات کې ، ازاد خبریال فیض‌الله فیض‌بخش د اګست د ۱۷ مې راهیسې په کابل کې او د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله د نومبر د ۱۱ مې راهیسې په خوست کې په بند کې پراته دي".

همداشان په دې راپور کې په روان میلادي کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د رسنیو د سرغړونو د څیړنو او معلوماتو ته د لاس رسي کمیسیونونو بیرته فعالیدو ته اشاره شوې خو ویل شوي، چې ددغو کمیسیونونو بیرته فعالیدلو لا تراوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پیښو په کمیدو او هم معلوماتو ته د رسنیو په لاس رسي کې کومه مرسته نه ده کړې.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د شاوخوا شپږ سوو چاپي، صوتي، تصویرې او انلین رسنیو څخه چې د تیرکال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو دمخه یې فعالیت کاوه نږدې نیمايي یې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته موده کې بندې شوي دي.

په دې راپور کې له افغانستان څخه د خبریالانو وتلو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې په سلګونو خبریالانو رسنیو کې کارونه پریښي دي او زیات شمیر یې بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي دي. همداشان په دې راپور کې په رسنیو کې مخ په زیاتیدونکي ډول د ښځینه خبریالانو څنډې ته کیدو یادونه شوې ده.

د بلې خوا د 'نی' په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ یوې ادارې هم په یو راپور کې، چې د شنبې په ورځ ډسمبر۳۱ (مرغومی ۱۱) یې خپور کړی ویلي، چې دغې ادارې په روان کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ټولې ۱۳۲ پیښې ثبت کړي

'نی' هم ویلي، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته ۵۰ فیصده تصویري رسنۍ، ۴۸ فیصده غږیزې رسنۍ ، ټولې چاپي رسنۍ او ۸۰ فیصده خبري اژانسونه او انلین رسنیو خپل دفترونه تړلي دي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تراوسه د رسنیو دغو دوو ملاتړو ادارو له خوا خپرو شوو راپورونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو د دغه وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي په یو بیان کې چې د شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومی ۱۱ ) د طالبانو د حکومت د رسنیو د دفتر له خوا خپور شوی ویلي، چې طالبانو حکومت او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له هرې لارې چې ممکن وي د رسنیو څخه ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې کومې ستونزې، چې رسنۍ ورسره مخ دي هغو ته د حل لار ولټوي.

ښاغلي فراهي ویلي، چې اوس د بهرنیو خبریالانو لپاره هم افغانستان کې د کار شرایط ښه شوي او په تیر یو کال کې اوو سوو خبریالانو دغه هیواد ته سفر کړی دی.

XS
SM
MD
LG