د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو نړیوال فدراسیون طالبانو ته: پریږدئ چې د امریکاغږ رادیو خپرونې وکړي 


د اشنا رادیو نوې څپې
د اشنا رادیو نوې څپې

د خبریالانو نړیوال فدراسیون نن د سه شنبې په ورځ ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۵) د طالبانو هغه پریکړه وغندله چې دننه په افغانستان کې یې د امریکا غږ او آزادۍ اروپا/آزادۍ رادیو د ایف ایم او منځنۍ څپو خپرونې بندې کړي دي او د دغې ډلې له مسوولینو یې وغوښتل چې دغه پریکړه لغو کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونې پر بنسټ د تیرې پنجشنبې په ورځ ډسمبر اول (لیندۍ لسمه) د امریکا غږ او ازادۍ راډیو د افغانستان دننه په پخوانیو منځنۍ او ایف ایم څپو خپرونې بندې شوې.

طالبانو ادعا کړې، چې امریکا غږ او ازادي راډیو د افغانستان د رسنیو له قوانینو سره سم عمل نه دی کړی.

خو د امریکا غږ د افغان څانګې رئیس حسیب الکوزي دغه تورونه رد کړل او وویل چې دغې رسنۍ د خپلې منځپانګې په اړه کوم شکایت نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه: "دا زموږ د خپرونو د بندولو لپاره جعلي دلایل دي. حقیقت دا دی چې موږ د هغو موضوعاتو په راپور ورکولو کې اغېزمن وو چې محلي رسنیو د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې پوښښ نه شوای ورکولای."

د امریکا غږ اشنا راډیو په خپلو بېلابېلو خپرونو کې د هغو مسلو په اړه د افغانانو غږ د نړۍ غوږونو ته رسوي چې په کورنیو رسنیو کې د طالبانو له خوا سانسور شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یو بیان کې ویلي: "د امریکا غږ او ازادي راډیو ایف ایم خپرونې بندول د مطبوعاتو پر ازادۍ او د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر ټولنې د طالبانو وروستی برید دی."

دغه فدراسیون له طالبانو غوښتي، چې رسنیو ته اجازه ورکړي، چې پرته له کومې ځورونې خپلواک فعالیت وکړي.

د امریکاغږ د رادیویي خپرونو دوام

د امریکاغږ اجرائیه رئیسې یولندا لوپیز وویل: "د داخلي څپو څخه د امریکاغږ لرې کول به موږ خاموش نه کړي. دا به یوازې په افغانستان کې اوریدونکو ته زموږ د خدماتو اهمیت زیات کړي."

د امریکا غږ آشنا راډیو چې په افغانستان کې دننه څه باندې ۷.۳ میلیونه اوریدونکي لري دا ستونزه هواره کړې او اوس خپلې راډیو خپرونې له افغانستان څخه بهر افغان اوریدونکو ته په ۹۷۲ کیلو هرټز منځنۍ څپې وړاندې کوي.

د دې ترڅنګ د اشنا راډیو خپرونې په منظم ډول د امریکا غږ له سپوږمکۍ (یست چینل ۴۶۹) او د دې رسنۍ له ډیجیټل چینلونو، د پښتو او دري ویبپاڼو او فیسبوک پاڼو په ګډون په منظم ډول خپریږي.

همدارنګه، امریکاغږ په فعاله توګه هڅه کوي چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې خپلو اوریدونکو ته د مختلفو وسیلو له لارې ورسیږي.

XS
SM
MD
LG