د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت لخوا د 'اطلاعاتو پر محدودیت' د رسنیو اعتراض


د افغانستان یو شمېر خپلواکو غږیږو او چاپي رسنیو د حکومت لخوا له خبریالانو سره د معلوماتو پر نه شریکولو اندېښنه وښودله.

د مرکز کابل او ولایتونو د (۳۰) رسنیو استازو نن سې شنبه (سلواغې پر ۱۵مه) په یو «سرخلاصي لیک» کې وویل چې د افغان حکومت لخوا خبریالانو ته معلومات ورکول محدود شوي دي.

دوی وایي، په وروستیو کلونو کې افغانستان اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې پاتې راغلی او وايي، د دغه وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنه ښیي.

په دغه لیک کې راغلي: "په داسې حال کې چې په نړۍ کې افغانستان د خبریالانو لپاره له مرګونو هیوادونو څخه دی، افغان رسنۍ په سیمه کې له خپلواک ترینو رسنیو څخه وې،خو وروستۍ بېغوري او د معلوماتو له ورکولو څخه تېښته، دغه لاسته راوړونه له ګواښ سره مخامخ کړې ده."

د یادو رسنیو استازو، لویه څارنوالي،ستره محکمه، د ملي امنیت لوی ریاست، د افغانستان بانک، تدارکاتو ملي کمېسیون، د ولسمشر دفتر، بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، مالیې او روغتیا وزارتونه تر نورو ادارو زیات د خبریالانو پر مخ تړلي یاد کړي دي.

دوی له خبریالانو سره د معلوماتو شریکولو په برخه کې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړ له بنسټونو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

تر اعتراض وروسته په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، یوناما، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د یادو رسنیو د غوښتنې ملاتړ وکړ.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اطلاعاتو ته لاس رسی د ډموکراسۍ او د یو هیواد د پرمختګ په برخه کې مهم وباله.

اروپايي ټولنې پر خپل ټوېټر ویلي: "اطلاعاتو ته لاس رسی باید په کامله توګه اجرا شي."

یوناما هم د حساب ورکول او له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتولۍ، د پانګونې ودې او د خلکو د ژوند د کچې لوړولو په برخه کې اطلاعاتو ته لاس رسی مهم بللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهزاد اکبر هم ویلي چې اطلاعاتو ته لاس رسی یو بشري حق دی او د حکومت لخوا اطلاعاتو ته لاس رسی یې د باور جوړونې په برخه کې مهم بللی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یا «RSF»هم په یوې اعلامیې کې د افغان حکومت لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون پر نه عملي کولو باندې انتقاد کړی او هغه یې له خبریالانو سره د حکومت لخوا د کړي ژمنې خلاف کار بللی دی.

په افغانستان کې د دغه سازمان مسؤل رضا معیني ویلي: "د افغانستان د وضعیت په نظر کې نیولو سره د ټاکنو کړکېچ او د افغانستان پر خلکو د طالبانو تحملي جګړې ته په کتو اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په کامله توګه نه اجرا کېدل د منلو نه دي."

د افغان حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې نن ماځیګر به په دې اړه خبر نظر د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال په ډګه کړي.

XS
SM
MD
LG